غزنیوال وايي پر شخصي او دولتي ځمکو زورواکو خېټه اچولې

د عکس سرچینه، BBCPashto.com
- Author, اسدالله جلالزی
- دنده, غزنی
د غزني په ځينو ولسواليو او ښار كې اړوندې دولتي او ان په ځينو حالاتو كې د خلكو شخصي ځمكې د يوشمير كسانو له لوري لاندې شوي او په كې یې كورونه، ماركيټونه او مېنې جوړې كړې دي.
د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامي وايي:''د معلوماتو له مخې اوس مهال تر يوسل اوپنځوس زره جريبه دولتي ځمكه لاندې شوي. ''
هغه وايي په غزني كې اړوندې ادارې په دې نه دي توانېدلې چې ددغو خلكو مخه ونيسي، خو وايي چې حکومت د غاصبینو له منګولو ایله د لس زره جریبه ځمکې په بېرته ګرځولو وتوانېد.
ویل کېږي چې په غصب شوو مېنو او ځمکو کې یو شمېر دولتي مامورینو ته هم نمرې ورکړل شوې دي.
په غزني كې د عدلي او قضايي ادارو چارواكي دا مني چې تر دې مهال په زرګونو جريبه ځمكه د زورواكانو له خوا لاندې شوي او په خپله ولكه كې يې راوستي خو دا نه مني چې ګني د دولتي ادارو مامورين دې په كې لاس ولري.
هغه وايي ډيرى داځمكې دمخه ورو او هغوو كسانو له لوري غصب شوي چې دمشا په نوم قبالې لرې چې په داسې قبالو كې تر ډيره بيا حدود معلوم نه وي.
د غزني د عدليې ريیس عبدالرزاق عزيزي وايي:''دغو قبالو ستونزه جوړه كړې نه پكې حدود معلوم وي او نه يي هم په اړه پريكړې كيداي شي څو یې مركزي اداره مرسته ونه كړې او په اړه پرېكړه ونه كړې زما په اند ناشونې ده.''
د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي چې ددغه كميسيون مشري پر غاړه لري په لومړي سركې به دوی هڅه وكړي چې ددولتي ځمكو او د خلكو د ځمكو ترمنځ حدود روښانه كړي كه چېرته خلكو ورته د قناعت وړ اسناد وړاندې كړل دوی ورسره كار نه لري اوكه يې اسناد نه لرل اودولتي ځمكې يې لاندې كړي وې په هغه صورت كې دوی اړ دي چې په سختو اقداماتو لاس پورې كړي.

د غزني د والي مرستيال محمد علي احمدي وايي:''د ځمكو د غصب مساله يوه ستونزه ده خو اوس يو كميسيون ټاكل شوى او موږ به د ځمكو له مافيا سره جدي او قانوني چلند وكړو ددوی يو ليست هم شته امنيتي ادارې به هم په اړه نور نو جدې كړنې وكړي.''
په ټوله كې ددغو ځمكو په سر كله ناكله ددولتي ادارو او په خپله دخلكو په منځ جنجالونه داسې كچې ته ورسيږي چې خبره تر وسلو او بريدونه پوره اوږده شي.
دوه ورځې وړاندې هم د ولايت د مرستيال په مشري د يوه پلاوي له لوري د غزني ښار په اړوندو سيمو كې يوشمېر هغه كورونه چې ويل كيږي په دولتي ځمكو كې اباد شوي وو په بلدوزرونو ونړول شول.








