ضيا مسعود وايي کرزى طالبان په حکومت ورگډوي

- Author, ماریا صدیقي
- دنده, کابل
د افغان دولت مخالفې سياسي ټلوالې پر افغان ولسمشر حامدکرزي تور پورې کړ، چې له وسله والو طالبانو سره ټینګې اړيکي لري او غواړي، په راتلونکې کې يې له ځانه سره په حکومت کې شريک کړي .
<link type="page"><caption> د افغانستان د ملي جبهې</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/11/111111_new_coalition.shtml" platform="highweb"/></link> مشر احمد ضیا مسعود وايي، اوسنی حکومت د بهرنیو ځواکونو تروتلو وروسته په تمه دی، چې له وسلوالو مخالفینو سره گډ ايتلاف جوړکړي.
ښاغلي مسعود خبرداری ورکړ، چې د اوسني حکومت له لوري هرڅوک چې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې بریالي شي، د وسلوالو طالبانو د بیا واکمن کېدو په مانا به وي .
د افغانستان د ملي جبهې په نامه مخالفه وسله واله ټلواله، پر افغان حکومت داسې مهال تور پورې کوي، چې له هر لوري په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو د شا ته کيدو او يا مخ ته کيدو پر سر خبرې ډيرې تودې شوي دي.
د دغې ټلوالې مشر احمد ضيا مسعود نيغ په نيغه افغان ولسمشر حامد کرزى تورن کړ، چې په لوى لاس غواړي خپلو مخالفينو ته په حکومت کې پراخه ونډه ورکړي.
ښاغلى مسعود وايي، حکومت دا باید روښانه کړي، چې د افغانستان د خلکو په خوا ولاړ دی او که د هغه کسانو، په خوا کې چې بې گناه ولسي وگړي وژني؟
"دا ورورولي په هماغه پخوانيو اړیکو پورې تړلې ده. له ۲۰۰۱ کال وړاندې، اوسنيو سیاسي مشرانو له وسلوالو طالبانو سره یو ځای کار کاوه او هماغه وخت يي هم د طالبانو په جوړولو کې، هم د سیمې هېوادونو، او د تېلو سترو کمپنیو او هم اوسنیو سياستوالو لاس درلود".
ښاغلي مسعود په ۲۰۱۴ زيږديز کال کې د ولسمشرۍ پر ټاکنو شک څرگند کړ او ويې ويل، چې د افغان حکومت اوسني مشران تر ډيره دا هڅه کوي، چې وسله وال مخالفين په واک کې له ځانه سره شريک کړي.
د ښاغلي مسعود په خبره که چيرته داسې کيږي ، نو دا به افغان ولس ته د منلو نه وي.
"۲۰۱۴ میلادي کال ته اوسنی حکومت په تمه دی، چې کله به بهرني ځواکونه له افغانسته ووځي او دوی به د اورپکو ډلو، طالبانو سره په گډه يو ائتلاف جوړ کړي چې د دې کار لپاره په حکومت کې ځيني چارواکي هم ډير ليواله دي .اوس نو د دوی ټولو ټینګار پر دې دی، چې که په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د اوسني حکومت یو نوماند بریالی شي، نو همدغه ايتلاف به هم بریالی کيږي. ځکه اوسنی حکومت ټولنیز ملاتړ نه لري او یوازینی ملاتړ يي همدغه وسله وال طالبان دي".
ښاغلي مسعود همدراز وویل، ډېرې هغه ډلې، چې اوسنی حکومت ورسره د يو ځاى کيدو په لټه کې دی، په ټوله کې په افغانستان کې د دیموکراسۍ له اصولو او پرمختګ سره په مخالفت کې دي .
د افغان حکومت سياسي مخالفې ټلوالې مشر په ورته وخت کې د حکومت د دا ډول چلند پروړاندې، چې د نوموړي په وینا د اورپکو ډلو په ګټه دی، د جهادي مشرانو پر چوپتیا هم نیوکه وکړه.
د افغانستان د ولسمشری په ماڼۍ کې يوې سرچینې د دغو څرګندونو په غبرګون کې وويل، د افغانستان د اساسي قانون له مخې دلته د بيان د ازادۍ په رڼا کې هر څوک د خپل نظر څرگندولو واک لري او په وينا يې دوى نه شي کولى چې د هرې ډلې او د هرې ټلوالې د بيلابيلو غوښتنو او نيوکو پر وړاندې رسنيو ته ځواب ووايي.
د افغان حکومت مخالفه ټلواله، د ولسمشر د پخواني مرستیال احمدضیا مسعود په مشری، د ملي وحدت د ګوند د مشر محمد محقق او د ملي جنبش د مشر عبدالرشید دوستم په ګډون جوړه شوه، چې يواځينۍ موخه يې په افغانستان کې د رياستي نظام پر ځاى د پارلماني نظام غوښتنه ده.
تر دې وړاندې هم څو نورې داسې ټلوالې د بيلابيلو گوندونو له خوا جوړې شوې وې ، خو تر لنډې مودې وروسته يو په بل پسې ړنگې شوې دي .
همدغه تېره ورځ د ملي جبهې په نامه د ټلوالې د مشرتابه غړي عبدالرشید دوستم د بلخ په ولایت کې یوې غونډې ته ویلي و، که چېرته د طالبانو مشر ملا محمدعمر د سولې له بهير سره یو ځای کیږي، نو د ګلو هار به ور په غاړه کړي.
دغو څرګندونو ته په کتو داسې ښکاري چې د دغې نوې ټلوالې مشرتابه هم سره یوه خوله نه دي او هر یو يي په خپل سر ډنګوي.








