کابل له پاکستان او هند سره د غازو ترانزيت بيه ومنله

په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ تر اوږدو خبرو او چنو وروسته درې واړه هيوادونه سلا شول چې افغانستان ته د ترکمن غازو د ترانزيت لپاره څومره پيسې ورکړي.
بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د غونډې له برخه والو څخه يوۀ چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط وويل چې هند او پاکستان به په گډه افغانستان ته د کال ٤٣٣ ميليونه ډالر ورکوي.
د درو واړو هيوادونو ترمنځ د ترانزيت بيه لانجمنه موضوع وه چې تر دې وړاندې يې پرې دوه نورې ناکامې غونډې هم کړې وې.
په اسلام اباد کې د هند او پاکستان غاړې تينگار لارۀ چې د يوۀ ټاکلي حد غازو لپاره بايد افغانستان صفر اعشاريه ٤٥ سنټه ومني.
خو افغان غاړې تر دې زياتې غوښتې.
چارواکي وايي خبرې دومره اوږدې او پېچلې وې چې د غونډې د ناکامۍ نخښې په کې زياتې وې.
خو درې واړه غاړې بالاخر سلا شول چې په صفر اعشاريه ٤٩ نيم سينټه خبره خلاصه کړي.
د دې ترمخه به اوس هند او پاکستان د هغو غازو لپاره چې اوس يې له ترکمنستانه د پېرودلو نيت کړى، افغانستان ته د کال ٤٣٣ ميليونه ډالره ورکوي.
که چيرې د لا ديرو غازو د پېرودلو هيله په راتلونکي کې وښوول شوه د ترانزيت پيسې به هم ورسره ډيريږي.
د دغو پيسو نيمايي به هند او پاتې برخه به يې پاکستان ورکوي.
چارواکي وايي اوس به هند له پاکستان سره په دې سلا کوي چې اسلام اباد ورڅخه د ترانزيت څومره پيسې غواړي.
ځينې سرچينې وايي چې پاکستان له هنده هغومره پيسې غواړي چې کابل له ډيلي غوښتي دي.
خو د هندي چارواکو دريځ دا دى چې د افغانستان په پرتله د پاکستان له خاورې د غازو نلليکه ډيره نه تيريږي نو بايد د ترانزيت بيه يې هم کمه وي.
د هند و پاکستان تر جوړ جاړې وروسته به له ترکمنستان سره د غازو پر بيه خبرې کيږي.
د غازو د دغې نلليکې په باب خبرې له تيرو دوو لسيزو روانې دي خو په افغانستان کې نا امنيو تر اوسه دا هيله ترسره کړې نه ده.
اوس د څلور سرو هيوادونو چارواکي وايي چې ډير سره نژدې شوي او هيله ډيره ده چې د نلليکې غځول به ډير ونه ځنډيږي.








