د لسګونو افغان کډوالو د سپرلۍ بېړی ډوبه شوې

د عکس سرچینه، BBC World Service
- Author, خوشحال تایب
- دنده, کابل
د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات وايي د هغو کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي چې بېړۍ یې له اندونیزیا د استرالیا په لور روانه وه.
اندونیزیايي چارواکيو ویلي د هغو لسګونو افغانانو بېړۍ چې غوښتل یې د استرالیا په لور ولاړه شي ډوبه شوې خو له وېرو سره سره دغه کسان لا هم ژوندي پاتې دي.
دغې بېړۍ د پنجشنبې/پنځنۍ په سهار د سمباوا له ټاپو سره په خوا کې د مرستې غوښتنه وکړه خو وروسته یې بيا څرک نه دی لګېدلی.
هر کال زرګونه افغانان په بهرنیو هېوادونو کې د پناه غوښتنې په موخه له خپل هېواده ووځي، چې سلګونه یې د بېلابېلو خطرونو قرباني کېږي.
اوس په افغانستان کې د بهرنیو چارو وزرات سرچینې وايي دوی له پېښې خبر دي او زیاتوي د ورکو کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي، خو د زیاتو جزییاتو له ورکولو ډډه کوي.
د بېړۍ سپرلۍ د اوبو څپو له مصیبت سره مخ شوي دي.
اندونیزیايي چارواکيو ویلي له پلټنو سره سره د بېړۍ څرک نه دی لګېدلی.
ویل کېږي د څرخي الوتکو په وسیله هم لټون شوی، خو کومه پایله یې نه درلوده.
زرګونه افغانان په کلني ډول د نورو هېوادونو ترڅنګ په استرالیا کې هم د کډوالۍ غوښتنه کوي چې دا بهیر په تېرو څو میاشتو کې چټک شوی او زیاتره کسان د اندونیزیا له لارې غواړي خپل ځان استرالیا ته ورسوي.
قاچاق وړونکي په خپلو بېړيو کې له اندازې ډېر کسان لېږدوي، چې د لارې په اوږدو کې له بېلابېلو ګواښونو او خطرونو سره مخ وي.
شاوخوا یوه اونۍ وړاندې هم لسګونه کسان چې غوښتل یې ځان آسترالیا ته ورسوي بېړۍ یې له ډبېدو وژغورل شوه چې په کې سپاره ډېری کسان يې افغانان وو.
په تېر دسمبر کې یوه بیړۍ چې شاوخوا دوه سوه پنځوس تنه یې لېږدول ډوبه شوه چې یوازې نژدې پنځوس تنه ترې وژغول شول. د دغې بېړۍ ډېری مساپر هم افغانان او ایرانیان وو.
سلګونه افغانان چې هره مياشت د بې روزګارۍ او نورو ستونزو له امله د بېلابېلو خطرونو په منلو سره د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته مخه کوي، یو شمېر یې موخو ته له رسېدو وروسته بیا هم بېرته افغانستان ته شړل کېږي.








