افغان پوځي ته د اعدام سزا واورول شوه

د عکس سرچینه، Fars
- Author, مامون درانی
- دنده, سیمه ییز خبریال
د افغانستان په سویل کې یوې پوځي محكمې یوه افغان پوځي ته د خپل قوماندان د وژنې له امله په یوه علني محكمه كې د اعدام سزا واوروله.
د كندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو يوه سرتېري سيد نورمحمد شاه د سيد ملا زوى چې د سمنګان ولايت اوسېدونكى دى، تېر كا ل د قوس (لیندۍ) پر ۲۴ خپل بلوك، مشر دویم بريدمن ميرويس د زابل په مركز قلات كې د دندې پرمهال په قصدي ډول وژلى و.
دغه سرتېري ته په لومړنۍ محكمه كې چې د تېر کال په سلواغه کې جوړه شوې وه، د اعدام د سزا ورکول پرېکړه ور اورول شوې وه.
د تېرې یکشنبې د استیناف محكمې علني غونډې تورن او د هغه وکیل ته نور وخت ورکړل شو، له ځانه ددفاع لپاره ځان چمتو کړي.
اړوند څارنوال ته هم د پېښې په اړه د لانورو جزییاتو راغونډولو لپاره نور وخت ورکړل شو.
د محکمې د غونډې په پای کې استیناف محکمې رییس قضاوت پال برید جنرال اسلام الدین نظامیار د غونډې پرېکړه ولوسته.
نوموړي تورن سرتېری د اعدام په سزا محکوم اعلان کړ.
د محکمې مشر وویل، تورن په راتلونکې او وروستۍ محکمه کې له ځانه دفاع کولی شي.
د ویلو ده چې مخکې هم په کندهار کې د هغو پولیسو او ملي اردو د کارکوونکو علني محکمه شوې وه.
مخکې هم په کندهار کې ځينې پولیس او د ملي اردو یو شمېر سرتېري له یونیفورم د ناوړه ګټې اخیستو په تور علني محاکمه شوې وو.








