امریکا تورن امریکایی پوځي له افغانستانه ایستلی دی

کندهار

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د امریکايي پوځي په ډزو د ۱۶ ولسي وګړو وژنې افغانستان کې د امریکا پرضد حساسیتونه راوپارول.
    • Author, سيد عبدالرحیم
    • دنده, نيويارک

امريکايي پوځ له افغانستانه کويت ته د هغه امريکايي عسکر د ايستلو خبره ډاگيزه کړې ده، چې د شپاړسو ولسي افغانانو په وژلو تورن دى.

چارواکي وايي هلته به د هغه په ضد قانوني گامونه اوچت شي.

په وژل شويو کې نهه تنه يې ماشومان وو، چې د تېري يکشنبې په گهيځ د کندهار د پنجوايي په ولسوالۍ کې له شپږو نورو ولسي خلکو سره په خپلو کورونو کې په ډزو وويشتل شول.

امريکايانو دغه گام داسې مهال اوچت کړى، چې د افغانستان ولسي جرگې د ننه په افغانستان کې ددغه شکمن تورن امريکايي عسکر د محکمې غوښتنه کړې وه.

ځکه نو يو شمېر خبريالان باور ښيي، چې ښايي امريکايانو دغه گام د افغانانو قهر او غوصه راوپاروي.

دغه سرتېري افغانستان ته د امریکا ددفاع وزیر لیون پنېتا له سفر سره هممهاله کویت ته لېږدول شوی دی.

د امریکا دفاع وزیر لومړی هلمند او بیا کابل ته تللی، چې د ولسمشر کرزي په ګډون له یو شمېر جګپوړو چارواکو سره وګوري.

امریکا وړاندې خپلو پوځيانو ته د ممکنه بریدونو او غچ اخیستلو پروړاندې د ځان چمتو کولو امر کړی و.

غچ

طالبانو د کندهار له پېښې وروسته امریکايي پوځ ته د ولسي وګړو د وژنې د غچ اخیستو ګواښ کړی و.

د پنتاګان ویاند جان کربي ویلي، چې تورن امریکايي پوځي به د یوه وخت لپاره د امریکا د پوځ په یوه اډه کې ساتل کېږي.

کربي زیاتوي، دغه سرتېری یې ځکه بل هېواد ته له افغانستانه لېږدولی دی، چې په وینا یې په افغانستان کې د توقیف لپاره ښه امکانات نه لري.

تورن امریکایي پوځي په عراق کې درې ځلې پوځي دنده ترسره کړې ده، خو افغانستان ته په لومړي پوځي ماموریت تللی و.

وړمه ورځ، د امریکا دفاع وزیر لیون پنېتا ویلي وو، که چېرې دغه تورن پوځي په رسمي توګه د ولسي خلکو په وژنې پړ وخېژول شي، شاید د مرګ په سزا محکوم شي.