په لندن کې د کندهار د پيښې غندنه

د عکس سرچینه، BBC World Service
- Author, ميرويس مياخيل
- دنده, لندن
په لندن کې لسګونه کسان په کندهار کې د یوه امریکایې سرتیری په لاس د شپاړسو افغانانو د وژنې د غندنې په موخه راغونډ شوي وو
دغه غونډه په برتانیا کې د Stop the war collation يا د جگړى ضد ايتلاف او "افغانان سولى لپاره" د ډلى لخوا په گډه سمبال شوى وه.
د غونډى گډونوالو چې "جگړه ودروئ او سرتيرى له افغانستان نه وباسئ" شعارونه ليږدول د پنجوايي د پيښې قربانيانو ته د درناوې په توگه يوه دقيقه چوپتيا غوره کړه.
د جگړى ضد ايتلاف يوۀ غړې کريس نيکمن بي بي سي ته وويل موږ به نن سه شنبه د برتانيا د پارلمان د ځينو غړو او يو شمير افغانانو په مټ يو ليک لومړى وزير ديويد کمرون ته وسپارو چې پکې په افغانستان کې د جگړى د ودرولو غوښتنه شوې ده.
د غونډې يو افغان گډونوال حمدالله محب وويل چې دغه پيښه ډيره وحشتناکه او دغه راز کړنه هيڅ د منلو وړ نده.
"افغانان سولى لپاره" د ډلى مشرى ميترا قيوم گډونوالو ته پخپله وينا کې وويل بهرنيو ځواکونو په افغانستان کې د بيگنا وگړو د وژنې د لړۍ ودرولو لپاره هيڅ نه دې کړى. نو دې نه ښکارې چې دوۍ د افغانانو ژوندانه ته ارزښت ندى قايل.
ايساف ويلي دي چې د کندهار ددې پېښې په اړه ېې پلټنې روانې دي او په اړه به ېې هغه هوکړه ليک تر مخه چلن کيږي چې د افغانستان او نړيوالو ځواکونو ترمنځ موجوده ده، ددې موافقې له مخې هر بهرنى پوځي که په افغانستان کې کوم جرم کوي هغه سره به د هغۀ د اړوند هېواد د قانون سره سم چلن کيږي
د کندهار دې پېښې په افغانستان کې د نړيوال ځواکونو د ماموريت په اړه هم پوښتنې راپورته کړي دي، چې د پلان سره سم تر دوه زره څوارلسم کال پورې به دا پوځيان له دې هېواده راوځي
د برتانېې د لومړي وزير وياند ويلي دي دا يوه بده پېښه ده خو برتانيه افغانستان کې خپل پلان سره پر مخ ځي ، دا پلان به افغانانو ته د واک د سپارلو په لړ کې مرسته وکړي








