بدخشان: واورو ښویېدو ۴۲ کلیوال ووژل

واوره

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، سږنی کال د تېرو هغو په پرتله اوږد او واورې پکې ښډېرې وې.
    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, کابل

د افغانستان شمالي ولایت بدخشان سیمه ییزو چارواکو بي بي سي ته وویل، چې ددغه ولایت په شیکۍ ولسوالۍ کې لږترلږه ۴۲ کسان د واورو د ښویېدو له کبله مړه شوي او شپږ نور ژوبل دي.

د بدخشان مرستیال والي شمس الرحمن شمس بي بي سي ته د تیلې فون پر کرښه وویل، دا پېښه د حوت/کب پر څوارلسمه نیمه شپه رامنځته شوې ده.

ښاغلي شمس وویل، ټول کلی واورو لاندې کړی، چې د نوموړي په وینا کابو دوه سوه کسان پکې تر واورو لاندې بند پاتې دي.

مرستیال والي وویل، چې په دغه کلي کې شل کورنۍ اوسېدې.

سیمه ییزو چاروکو ویلي، چې د پېښې سیمې ته د ګاډو او یا کومې بلې وسیلې لار نه شته، همدا ده چې دوی هلته د ورتلو په برخه کې له ننګونو سره مخامخ دي.

د بدخشان مرستیال والي وویل، له مرکزي حکومت او بېړنیو پېښو سره د مبارزې له ادارې سره یې اړیکه نیولې او د مرستې غوښتنه یې ترې کړې ده.

د بدخشان چارواکي وايي چې په کوچني پامیر کې هم تر دې پېښې څلور ورځې مخکې زرګونه څاروي د واورو د ښویېدو له کبله وژل شوي دي.

نژدې یوه نیمه میاشت وړاندې هم د بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې سختو واورو او واورو ښویېدو ۱۶ کسان مړه کړي و.