کرزی: د غاصبینو له منګولو زرګونه جریبه ځمکه راوګرځوئ

حامد کرزی
د عکس تشریح، کرزی:''عدلي او قضايي ارګانونه دې د غصب شوو ځمکو ستنېدو کې همکاري وکړي.''
    • Author, مصطفی سالک
    • دنده, کابل

افغان چارواکي وايي چې نژدې دوه لسيزې مخکې د کډوالو چارو وزارت د بنسټ ډبره کېښودل شوه، نو د وخت ولسمشر په بېلابېلو ولايتونو کې زرگونه جريبه ځمکه په واک کې ورکړه، چې په بېرته راستنېدونکو کډوالو يې ووېشي.

د افغانستان کډوالو چارو وزارت وايي چې دغه ځمکې بېرته تر لاسه کړي، نو په سملاسي توگه به يې زرگونو راستنېدونکو کډوالو ته ورکړي، چې کورونه په کې جوړ کړي.

د ياد شوي وزارت چارواکي وايي د تېرو کلونو په ترڅ کې ددغو ځمکو ډيره برخه د زورواکانو له خوا لاندې شوه.

اوس افغان ولسمشر حامد کرزي ددغه هېواد د کورنيو چارو او عدليې وزارتونو په گډون يو شمېر حکومتي بنسټونو ته دنده سپارلې چې دغه ځمکه د زورواکانو له منگولو وباسي، او پر راستنو شويو کډوالو يې ووېشي.

د افغانستان کډوالو چارو وزير جماهير انوري بي بي سي ته وويل چې لاندې شوې ځمکې بېرته تر لاسه کړي، نو په سملاسي ډول به يې پر راستنو شويو کډوالو ووېشي.

جماهیر انوري د کډوالو چارو وزیر وايي چ

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د کډوالو چارو وزیر وايي چې ددې ځمکو په راستنېدو به یې ژر پر راستنه شوو کډوالو ووېشي.

''له نقشې سره سمه به دغه ځمکه په نومرو ووېشو، اړمنو ستنو شوو کډوالو ته به یې ورکړو. موږ به دا کار په درې-څلورو میاشتو کې بشپړ کړو.''

کډوالو چارو وزارت وايي چې لاندې شوې ځمکې د پکتيا، کاپيسا، لغمان، کونړ او کابل په گډون په بېلابېلو ولايتونو کې پرتې دي.

ځمکې لاندې کول په وروستيو کلونو کې حکومت ته ستره ننگونه ګرځېدلې ده.

خو کتى به شي چې په دې تړاو حکومتي بنسټونو ته د ولسمشر حامد کرزي وروستۍ سپارښتنې به ددغې ستونزې په هوارولو کې څومره مرسته وکړي.