د جلال اباد په هوايي ډګر ځانمرګي برید ۹ افغانان ووژل

د عکس سرچینه، Reuters
د افغانستان په ختيځ جلال اباد کې نن (دوشنبه، فبروري ۲۷) د هوايي ډګر مخې ته ځانمرګي برید لږترلږه د نهو افغانانو ژوند واخیست.
د ننګرهار امنیه قومندان جنرال عبداله عازم ستانکزي بي بي سي ته وویل، برید د هوايي په نظام قراول شوی، چې لږترلږه نهه افغانان پکې وژل شوي.
ښاغلي عازم وویل، په وژل شوو کې شپږ ولسي وګړي، دوه د نظام قراول ساتونکي او یو د ملي اردو سرتېری دی.
نوموړي په برید کې د اتو کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی، چې ټول عام کسان دي، خو د ننګرهار روغتون د ټپیانو شمېر لس ښودلی دی.
د روغتون ډاکټرانو په سیمه کې د بي بي سي خبریال ته ویلي، چې ځینې سربېرن ټپیان یې رخصت کړي دي.
د ننګرهار امنیه قومندان ویلي، دوی ته د وررسېدلو راپورونو له مخې، په برید کې دوه بهرني پوځيان هم ټپیان شوي، او د نظام قراول د ننه د بهرنیو ځواکونو یوه ګاډي ته هم زیان اوښتی.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس یوه عکاس ويلي، چې د هوايي ډګر دروازې ته څېرمه یې څلور ویجاړ شوي ګاډي ولیدل.
طالبانو د برید پړه منلې، او ادعا لري چې برید د بهرنیو ځواکونو پر یوه کاروان شوی دی.
وسله والو طالبانو په دې برید کې ناټو ځواکونو ته د درمنې مرګ ژوبلې ادعا کړې، خو ناټو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
د ننګرهار ولایتي ویاند احمد ضیا عبدلزي ویلي، د برید سیمه د نآتو سرتېرو له خوا کلابنده شوې ده.
د ننګرهار له هوايي ډګره ملکي او پوځي دواړې الوتنې کېږي.
دا برید څو ورځې وروسته تر هغه شوی، چې په بګرام امریکايي اډه کې د قرآن سوځونې د غبرګون په مظاهرو کې تر شلو ډېر افغانان وژل شول.








