د کندوز او لغمان امریکايي ضد لاریون کې اووه کسان وژل شوي

مظاهره

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، دا مظاهرې هغه مهال له بگرامه پيل شوې چې په امريکايي اډه کې د قرآن کريم څو نسخې او نورو سپېڅلي کتابونه و سوځول شول.

د افغانستان له شمالي کندوز ولایت څخه راپورونه وايي چې د قرآن سوځونې ضد لاریون کې د پولیسو په ډزو لږترلږه اووه کسان وژل شوي او لګسونه نور ټپیان دي.

مظاهره کوونکو د یونما ددفتر امنيتي غرفو ته اور اچولی، چې په مقابل ډزو کې او تاوتریخوالي کې درې مظاهره کوونکي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د کندوز د حوضه يي روغتون یوه ډاکټر سعد مختار بي بي سي ته وویل، تر اوسه د کندوز ایمرجنسي او حوضه یي روغتون ته ۴۷ ټپیان او څلور مړي وروړل شوي.

یو کس د لغمان په مظاهره کې وژل شوی.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي، لاهم پر مظاهره کوونکو ډزې کېږي او روغتون ته ټپیان لېږدول کېږي.

ډاکټرانو روغتون ته د ځينو ور وړل شوو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بللی دی.

تنکي ځوانان

بل خوا د کندوز د روغتون یوه بل ډاکټر عبدالشکور رحیمي بي بي سي ته وویل، زیاتره وروړل شوي ټپیان تنکي ځوانان او یو پکې پنځه کلن ماشوم دی.

په کندوز کې د بي بي سي خبریال وايي، شاید د مړو او ټپیانو شمېر د وخت په تېرېدا ډېر شي.

پر مظاهره کوونکو وروسته تر هغه ډزې وشوې، چې د یونما د سیمه ییز دفتر امنیتي غرفو ته یې اور ورته کړ.

بل خوا، په لوګر، پکتیا او لغمان ولایتونو کې هم مظاهرې شوې.

د لوګر ولایت په تنګي واغجان کې مظاهره کوونکو د یوه ساعت لپاره د کابل – ګردېز لار تړلې وه.

همدا شان، د پکتیا په سرحدي ځاځي اریوب ولایت کې هم سلګونه کسانو د ولایت پر لور مظاهرې وکړې او غوښتل یې چې ګردیز ښار ته ځانونه ورسوي.

په ګردیز کې د بي بي سي خبریال وايي، قومي مشران او علماء د مظاهره کوونکو مخې ته ورغلل او له هغوی سره یې ژمنه وکړه، چې غوښتنې به یې د حکومت تر غوږونو ورسوي.

علني محاکمه

په ګردیز کې د بي بي سي خبریال احسان الله مهجور وايي، مظاهره کوونکو ویل، چې د قرآن سپکاوی کوونکي دې علني محاکمه شي، که نه دوی به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

نوموړی زیاتوي، د پکتیا لاریون په سوله ییز ډول پایته روسېد.

له کندوزه راپورونه وايي چې د یونما پر دفتر مظاهره کوونکي ورغلي او څلور کسان پکې ټپیان شوي دي.

مظاهره

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دا مظاهرې هغه مهال له بگرامه پيل شوې چې په امريکايي اډه کې د قرآن کريم څو نسخې او نور سپېڅلي کتابونه و سوځول شول.

همداشان، په لغمان ولایت کې هم قهرېدلي مظاهره چیان راوتلي، چې له امنيتي ځواکونو سره په اخ و ډب کې ۱۵ مظاهره کوونکي ټپیان شوي دي.

په لوګر او پکتیا کې هم مظاهرې شوې او د لوګر مظاهره کوونکو د څه وخت لپاره د کابل - ګردیز لویه لاره تړلې وه.

لاریون کوونکو د امریکايي ځواکونو پرضد شعارونه ورکول.

دا مظاهرې هغه مهال له بگرامه پيل شوې چې په امريکايي اډه کې د قرآن کريم څو نسخې او نورو سپېڅلي کتابونه و سوځول شول.

د امريکا د ولسمشر بارک اوباما په گډون څو جگپوړو امريکايي چارواکو ددې پېښې له امله له افغانانو بخښنه غوښتې ده او هم د افغان حکومت لخوا ټاکل شوي پلټونکي پلاوي د ارام اوسېدو غږ کړى خو بيا هم مظاهرې دوام لري.

د تېرې جمعې پر ورځ (فبروري ۲۴) په هرات، کابل، کندوز او بغلان ولایتونو کې لاریونه وشول، چې په ترڅ کې یې ۱۲ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.