په هرات کې درې ایټالوي عسکر ووژل شول

د افغانستان په لوېديځ ولایت هرات کې درې ایټالوي سرتېري وژل شوي.
ایساف بي بي سي ته په یوه رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، دغه سرتېري د افغانستان په لوېديځ کې د عملیاتو پرمهال وژل شوي.
ایساف د وژل شوو سرتېرو هویت نه دی په ډاګه کړی.
خو په هرات کې ځايي چارواکو ویلي، دغه ایټالوي سرتېري داسې مهال وژل شوي، چې ګاډی یې د سفر پرمهال پړمخې واوښت.
د ایټالیا د دفاع وزارت ویلي، د وژل شوو سرتېرو جیپ ډوله ګاډي هڅه کوله، چې له یوه بل ګاډي سره سیالي وکړي.
پېښه د شینډنډ ولسوالۍ په سوېل لوېديځ کې نژدې ۱۲ میله لیرې په علي اباد کلي کې شوې ده.
ایټالیا د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې په افغانستان کې شاوخوا ۳۸۰۰ سرتېري لري، چې ډېری یې په لوېديځ ولایت هرات کې مېشت دي.
ایټالیا په هرات کې د ولایتي بیارغاونې چارې هم پرمخ وړي.
په هرات کې د ایټالوي ځواکونو کنډک ویلي، یوه ګاډي یې د بل هغه چې د بدې هوا له کبله بند پاتې و، د ژغورلو هڅه کوله.








