تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال الن ویلي، په بګرام کې یې د ناټو ځواکونو له خوا د قرآن کریم په ګډون د ځينو اسلامي مذهبي کتابونو د غورځولو او سپکاوي د پېښو پلټنه پیل کړې ده.
جنرال الن په یوه اعلامیه کې د افغانستان خلکو ته په وینا کې ویلي، په کابل کې د ناټو ځواکونو له اډې څخه د دیني کتابونو د غورځولو کار سملاسي درول شوی، او دوی هڅه کوي چې دغه کتابونه په منظم ډول ترتیب کړي.
راپورونه وايي چې د بګرام په امریکايي هوايي اډه کې د تېرې سه شنبې پر ورځ (د حوت/کب ۲) سپکاوی شوی دی.
ددې په غبرګون کې د سه شنبې د کابل په شمال کې د بګرام هوايي اډې ته څېرمه خلکو لاریون وکړ.
په تېر کې هم د بهرنیو ځواکونو له لوري دې ته ورته اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په غبرګون کې تاوتریخجن لاریونونه شوي.

لاریون کوونکو د ناټو ضد شعارونه ورکول.
په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان ویلي ''د افغانستان له ولسمشر، دولت او تر ټولو مهم، د افغانستان له شریفو خلکو بښنه غواړم.''
خپره شوې اعلامیه د جان الن په حواله وايي: ''موږ ددې پېښې په اړه په دقت سره پلټنه کوو او ډاډ ورکوم چې دا ډول پېښې به په راتلونکې کې تکرار نه شي.''
جان الن داهم ویلي چې: ''زه تاسې د افغانستان خلکو ته دا ډاډ در کوم چې دا کار په قصدي ډول نه دی شوی.''






















