د کابل او بګرام کې مظاهرې د انځور په ژبه

د کابل او بګرام کې مظاهرې د انځور په ژبه

په کابل کې د چهارشنبې په ورځ مظاهرې وشوې او د امریکا ضد شعارونه یې ورکول.
د عکس تشریح، په کابل کې د چهارشنبې په ورځ مظاهرې وشوې او د امریکا ضد شعارونه یې ورکول.
د کابل په شمال بګرام هوايي اډې ته څېرمه په دغه اډه کې د ناټو ځواکونو له لوري قرآن کریم ته د سپکاوي په غبرګون کې تر زرو ډېرو کسانو لاریون وکړ.
د عکس تشریح، د کابل په شمال بګرام هوايي اډې ته څېرمه په دغه اډه کې د ناټو ځواکونو له لوري قرآن کریم ته د سپکاوي په غبرګون کې تر زرو ډېرو کسانو لاریون وکړ.
لاریون کوونکو د ناټو ځواکونو ضد شعارونه ورکول.
د عکس تشریح، لاریون کوونکو د ناټو ځواکونو ضد شعارونه ورکول.
لاریونیانو غوښتل چې د بګرام اډې ته ځانونه نژدې کړي، خو له مقابل لوري پرې هوايي ډزې کېدې او ددوی څپه یې مخته نه پرېښوله.
د عکس تشریح، لاریونیانو غوښتل چې د بګرام اډې ته ځانونه نژدې کړي، خو له مقابل لوري پرې هوايي ډزې کېدې او ددوی څپه یې مخته نه پرېښوله.
ناټو منلې چې د سه شنبې پر شپه یې پوځيانو په بګرام هوايي اډه کې د قرآن کریم د یو شمېر نسخو په ګډون ګڼ دیني کتابونه غورځولي دي.
د عکس تشریح، ناټو منلې چې د سه شنبې پر شپه یې پوځيانو په بګرام هوايي اډه کې د قرآن کریم د یو شمېر نسخو په ګډون ګڼ دیني کتابونه غورځولي دي.
د ایساف عمومي قومندان له افغان ولس څخه ددې پېښې بښنه غوښتې ده.
د عکس تشریح، د ایساف عمومي قومندان له افغان ولس څخه ددې پېښې بښنه غوښتې ده.
په تېر کې هم دې ته ورته لاریونونه شوي، چې بیا په تاوتریخوالي وواوښتل.
د عکس تشریح، په تېر کې هم دې ته ورته لاریونونه شوي، چې بیا په تاوتریخوالي وواوښتل.
ناټو وايي چې د پېښې پلټنه یې پیل کړې ده.
د عکس تشریح، ناټو وايي چې د پېښې پلټنه یې پیل کړې ده.
پر لاریون کوونکو اوښلن غاز کارول شوی.
د عکس تشریح، پر لاریون کوونکو اوښلن غاز کارول شوی.
په دې لاریون کې تر زرو ډېرو کسانو ګډون کړی و.
د عکس تشریح، په دې لاریون کې تر زرو ډېرو کسانو ګډون کړی و.
په دې لاریون کې تر زرو ډېرو کسانو ګډون کړی و.
د عکس تشریح، لاریون کوونکو ځينو ټایرونو ته هم اور ورته کړی او د ناټو ځواکونو ضد شعارونه یې ورکول.