'د افغانستان د خښتو په بټیو کې تر نیمايي ډېر کارګر ماشومان دي'

کارګر ماشومان

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د خښتو په بټیو کې بوخت ماشومان په اوونکۍ ان تر ۷۰ ساعتونو پورې کار ته اړایستل کېږي.
    • Author, فريبا ظاهر
    • دنده, له کابله

د کار نړیوال سازمان په یوې نوي سروې کې په افغانستان کې د ماشومانو د شاقه کارونو په اړه اندېښنه ښودلې.

په دې سروې کې چې د کابل په ده سبز او د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې ترسره سوې څرګندوي چې یوازې د خښتو په بټیو کې د کارګرانو تر نیمایي ډېره برخه ماشومان دي چې د ډېرو عمرونه یې تر څوارلسو کلونو کښته دي.

په دې موندنې کې چې په خښتو کې محصور یا ښخ شوي نوم ورکړل شوی له شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو سره مرکې شوي.

په همدې حال کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي دوی به ددغو ارزونو په پآم کې نیولو سره په دې برخه کې اړین ګامونه واخلي.

'په خښتو کې محصور'

په خښتو کې محصور یا ښخ شوي په نوم دغه نوې سروې د هغو ماشومو کارګرانو حالت ښیي چې په ډېرې سختۍ سره له سهاره تر ماښامه پرته له ځنډه کار کوي او ډیری یې خپلو کورنیو ته ډوډۍ پیدا کوي.

دا موندنه د کار نړیوال سازمان د سامویل هال په نوم د یوې مشورتې ادارې په همکارۍ د کابل په ده سبز او د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې تر سره کړې او پکې راغلي چې په دغو سیمو کې تر پنځوس زرو ډېر کسان د خښتو په بټیو کې کار کوي چې ددې شمیرې شپږ پنځوس سلنه خښتې جوړوونکي ماشومان دي.

په دغو ماشومانو کې نجونې او هلکان دواړه په کار بوخت دي.

په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان استازي هروي برجر ددې چارې عمده لامل بېوزلي ګڼلې چې ماشومان یې د خښتو په بټیو کې کار ته اړ ایستي دي.

دی د سروې هدف د اقتصادي توازن د ساتلو تر څنګ د ماشومانو له شاقه کاره د ایستلو غوره لارې چارې موندل دي.

''ددغې سروې هدف په لومړي سر کې دا و چې دغه ستونزه رابرسېره شي. زما په فکر د کارګرو ماشومانو ستونزه تر دې مهاله هغسې چې تمه یې وه و پاملرنه نده ورته شوې. دا په دغه هیواد کې یوه لویه ستونزه ده. په دویم ګام کې غواړو د لا ډیرو معلوماتو په موندلو سره له دې ستونزي سره د مقابلې سمې لارې چارې ولټوو. داسې حل لارې ومومو چې هم دغه ماشومان او د هغوی کورنۍ زیان ونه ویني او خپل عواید له لاسه ورنه کړي او هم ماشومان له دې کړاوونو راوباسو.''

ویل کېږي ماشومان له اووه یا اته کلنۍ څخه دې کارونو ته مخه کوي او په دې ډول شاوخوا اتیا سلنه هغه ماشومان چې په پورته یادو سویو سیمو کې نهه کلنۍ ته رسېدلي، په همدې کار بوخت دي.

ددغه راپور یوه ارزونه دا ده چې په دغو بټیو کې ډېری ماشومان د پوره وړیو په توګه کار کوي.

کارګر ماشومان

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د کار ټولنیز سازمان اندېښنه ښیي چې دا ډول چارې د ماشومانو راتلونکي ته زیان رسوي.

په افغانستان کې د خښتو بټۍ کارګرانو ته د کار تر سره کېدو وړاندې پورونه ورکوي چې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړې او په دې توګه لویان او ماشومان د هغوی سره کار کوي ترڅو خپل پورونه پرې کړي.

د سروې له مخې پنځه دېرش سلنه داسې کورنۍ شته چې دغه پورونو یې تر شلو کلونو هم دوام کوي او ددوی نجونې او هلکان په همدې کار کې بوخت وي.

له ښوونځیو محروم

د کار ټولنیز سازمان اندېښنه ښیي چې دا ډول چارې د ماشومانو راتلونکي ته زیان رسوي او هغوی نشي کولی ښوونځیو ته ولاړ شي چې دا مهال د نوي راپور له مخې پنځلس سلنه دا ډول ماشومان له ښوونځیو محروم دي.

په همدې حال کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست مرستیال خیر محمد نیرو ددې شمیرو له مخې به دوی هڅه کوي چې د دغو کسانو د ښې راتلونکي لپاره لنډ مهاله او اوږد مهاله تګلارې جوړې کړي.

په راپور کې راغلي چې ددغو بټیو ټول کارکوونکي په اوونۍ کې څه باندې اویا ساعته په ډیرو ناوړه شرایطو کې کار کوي او هغه امتیاز چې تر لاسه کوي په ورځ کې له درې تر څلور سوه افغانۍ دي.

یوازي په بټیو کې کار کول نه بلکې په افغانستان کې ډیری ماشومان پداسي بیلا بیلو سختو کارونو بوخت دي چې ، ددوی جسمې او ذهني ودې او هم په ټوله کې ددوی د راتلونکي لپاره ډیر خطرناک بلل کېږي.

افغان ماشومان
د عکس تشریح، د نوي راپور له مخې په شاقه کارونو بوخت پنځلس سلنه دا ډول ماشومان له ښوونځیو محروم دي.

دا مهال په افغانستان کې یو نیم میلیون ماشومان په سختو کارونو بوخت دي.

داسې کارونه چې سره له دې چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي، خو په ځینو افغاني کورنیو کې ډیره عادي بڼه لري.

که څه هم یو شمیر د ماشومانو د حقونو مدافع ټولنې وایي چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان ماشومانو په برخه کې ډیرې مرستې او هڅې شوې، خو لا هم د هغوی د ښې راتلونکې په وړاندې اندېښنې پاتې دي.

د کار نړیوال سازمان دا سروې داسې مهال خپره شوې چې افغانستان د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب د ملاتړ په برخه کې ټول نړیوال کنوانسیونونه لاسلیک کړي دي.