'سالنګ د مسافرو لپاره پرانیستل شو'

د سالنګ ساتونکي چارواکي وايي چې دغه لاره یې د مسافرو پرمخ پرانیستې ده.
د سالنګ لاره د تېرې واورې له کبله تړل شوې وه.
چارواکي وايي چې مسافر پرې تلی شي، خو بار وړونکي ګاډي پرې لاهم نه پرېږدي.
تېر کال په سالنګونو کې د واورو د ښویېدو له کبله لسګونه کسان مړه او ژوبل شول.
خو د سالنګونو د ساتنې او څار د ادارې مشر جنرال رجب وايي چې په سالنګونو کې د تېرو درو ورځو په توپانونو او واورو ښویېدو کې هېڅوک نه دي مړه شوي.
سالنګ ته له نژدې د سیمې د حالت لیدو لپاره د بي بي سي ورغلی خبریال وايي وايي چې مسافرو په حواله په جبل السراج کې لسګونه بار ګاډي ولاړ ول.
مسافرو ویلي چې په دغو ګاډو کې زیاتره داسې توکي ول، چې د وخت په تېرېدو خرابېږي.




