''قطر کې طالبانو ته د دفتر له پرانیستلو سره موافق یو''

د طالبانو لپاره سیاسي دفتر یا د سولې خبرو د آسانتیا دفتر.... تعریف ستونزمن او ځای یې هم د بحثونو لامل شوی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات لا تراوسه په رسمي توګه له د داشان دفتر له پرانیستلو سره رسمي مخالفت نه دی ښوولی، خو ویلي یې دي غوره بولي چې دا دفتر دې په سعودي عربستان یا ترکیه کې پرانیستل شي.
د افغانستان د سولې عالي شورا په یوه نوي او تازه غبرګون کې خپل دریځ څرګند کړی چې په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانیستلو سره موافق دي، خو خبرې به په دې شرط ورسره کیږي چې طالبان له تاوتریخوالي لاس په سر شي.
د افغانستان اساسي قانون او بشري حقونو په ګډون لس کلنې لاس ته راوړنې ومني.
د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو مشر محمد اسماعیل قاسمیار له بي بي سي سره په خبرو کې خبرداری ورکړ چې د تاوترخوالي دوام به د خبرو او مذاکرو په مخ کې خنډ شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا د طالبانو لپاره په سعودي عربستان او ترکیې کې د دفتر د پرانیستلو خبر تکرار کړه، خو ویې ویل چې نور هېوادونه هم د بندیز په لست کې نه دي.
چې ویل کیږي امریکا، قطر او آلمان له طالبانو سره موافقه کړې چې د قطر په پلازمینې دوحه کې به دفتر پرانیزي خو ظاهرا د افغان حکومت بې خبري د دوی نا خوښۍ لامل شوې.
د افغانستان د سولې عالي شورا هم وايي چې هیڅ هېواد د افغانستان له خوښې پرته د سولې خبرو بهیر ته نه شي ورګډېدای:
له طالبانو سره پخلاینه د افغانستان د حکومت او نړیوالو ملګرو ترمنځ یوه جنجالي موضوع ګرځېدلې ده.
د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې په تړاو د بهرنیو هېوادونو او بهرنیو چارواکو د مداخلې په اړه غبرګون ښودلی دی.
خو دا ځل د افغانستان د سولې عالي شورا له طالبانو سره د خبرو لپاره په دې خبرو کې د پاکستان ګډون اړین بللی دی.
د سولې عالي شورا پاکستان د خبرو اصلي اړخ بولي، خو د قطر به اړه د پاکستان دریځ روښانه نه دی.
پاکستان تر دې دمه د سولې په خبرو کې د طالبانو د ګډون مخنیوی کړی او ویل کیږي چې له لوېدیځوالو سره د طالبانو مذاکره کوونکي سید طیب اغا د پاکستانیانو لاس ته لوېدلی او اوس ورسره بندي دی، خو دغه خبرې تر اوسه په رسمي توګه نه دي تایید شوې.








