وتلی افغان سندرغاړی رحیم غمزده ومړ

- Author, مصطفى سالک
- دنده, کابل
مرگي د وتلي افغان سندرغاړي استاد رحيم غمزده سندر بولې شونډې د تل لپاره غلې کړې.
ښاغلي غمزده په شپاړس کلنۍ کې سندرې پيل کړې وې او دا دې په پنځه اويا کلنۍ کې يې د زرينې مرۍ زمزمې پاى ته ورسيدې.
رحيم غمزده د افغانستان په راډيو تلويزون کې په لسگونو سندرې لري چې اوس هم د مينه والو رنگين يادونه سپړي.
دا افغان سندرغاړی يوازې سندرغاړی نه و بلکې يو وتلى کمپوزيتور او شاعر هم و.
د افغاني موسيقۍ ځينې مخکښان وايي رحيم غمزده لومړنى سندرغاړی و چې پښتو فولکلوريکې سندرې يې په مشهورو غربي او شرقي تالونو کې زمزمه کړې.
ښاغلي غمزده د خپل هنري ژوند په ترڅ کې گڼې جايزې اخستې وې او څو ځل د موسیقۍ په ډګر کې د هيواد په کچه لومړى راغلى و.
د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت د دغه افغان سندرغاړي مړينه لويه ضايعه بللې او د هغه له مينه والو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.
مصطفى سالک په خپل راپور کې د رحيم غمزده ژوند او کار ته لنډه کتنه کړې ده.








