امريکا: اى ايس اى له حقاني شبکې سره زموږ ليدنه شونې کړه

جلال الدين حقاني
د عکس تشریح، جلال الدين حقاني د طالبانو په واکمنۍ کې وزير و خو اوس د دۀ په نامه جوړه شوې ډله د حقاني د شبکې په نوم ياديږي

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې ومنله چې دوى د حقاني شبکې له استازو سره خبري کړي دي.

ميرمن کلنتن دا جزييات ورنه کړل چې د حقاني شبکې په استازو کې يې له چا سره ، چيرې او څرنگه ليدلي دي.

خو يوۀ امريکايي مامور وويل چې دغه ليدنه د روان کال په دوبي کې تر هغه وړاندې وشوه چې په پاکستان کې د امريکايي گټو پر ضد بريدونه وشول.

هيلرې کلنتن وويل امريکاييانو دا غونډه په دې هيله وکړه چې وگوري د حقاني شبکه به دغه ډول خبرو ته ښکاره شي که نه.

د دوبي په ورځو شپو کې د دغه ډول ليدنې رپوټونه وو خو امريکايي چارواکو هغه وخت نه تاييدولې.

اى ايس اى

يوۀ لوړ پوړي امريکايي مامور وويل دا غونډه د پاکستان د استخباراتو د ادارې يا اى ايس اى په غوښتنه او مرسته ترسره شوې وه.

ميرمن کلنتن له پاکستاني ورځپاڼه ليکوونکو سره په خبرو کې وويل امريکا له طالبانو او حقاني شبکې سره په دې هيله ليدلي چې دوى وازمويي چې د سولې په بهير کې د شاملولو لپاره هغوى صادق او ليواله دي که نه دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې وويل د دغې ليدنې امکان پاکستان پيدا کړى و.

د سپتمبر په پاى کې د بي بي سي پښتو څانگې د پښتنو په ځواب کې سراج الدين حقاني هم منلې وه چې د نورو ترڅنگ امريکايي چارواکو هم ورسره خبرې کړي دي.

ميرمن کلنتن نن ( جمعه) په پاکستان کې وه او د هغه هيواد پر چارواکو يې ټينگار کاوۀ چې د حقاني پر شبکې بريد وکړي.

خو پاکستان تر اوسه په دې برخه کې له څه کولو ډډه کړې ده.