کرزى : د سولې پر خبرو به لويه جرگه خبرې وکړي

ولسمشر حامد کرزي ولس ته په وينا کې وويل چې روان کال د افغانستان لپاره برخليک ټاکوونکى دى.

د تلويزيون له لارې په مخامخ خپريدونکې وينا کې ولسمشر کرزي وويل سږ کال به له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو پر تړون او د سولې د خبرو اترو په باب لويه جرگه جوړيږي چې په دې مسايلو غور او پريکړه وکړي .

افغان ولسمشر له پاکستانه وغوښتل چې له افغانستان سره د سولې په برخه کې د دۀ په وينا صادقانه مرسته وکړي .

حامد کرزي وويل د دوى د سولې غږ مثبت ځواب نه دى موندلى.

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .