وسله والو په زرمت کې پر ګرځنده تېلې فون بندیز ولګاوه

یو افغان ګرځنده تېلې فون کاروونکی

د عکس سرچینه، none

د عکس تشریح، د پکتيا د زرمت ځايي چارواکو چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي بي بي سي ته ومنله چې وسله والو له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي د تيلې فون له کارولو بند کړي دي.
    • Author, عبدالله ستانکزی
    • دنده, کابل

د افغانستان په يو شمېر سيمو کې د مخابراتي کمپنيو د انتنونو له الوځولو وروسته دا دی وسله والو د پکتيا په زرمت کې عامو خلکو ته خبرداری ورکړی چې ګرځنده ټيلفونونه، ونه کاروي.

تر دې مخکې د دغې ولسوالۍ خلکو شکايت کړی وو چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې وسله والو پرې د تيلې فون کارول بند کړي، او دوی يې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دوی وايي له هغو کسانو سره چې ټیلفون ګير شي، جريمه کېږي او آن وهل ډبول کېږي.

وسله والو هغو هټۍ والو ته هم خبرداری ورکړی چې د ټيلې فونونو کرېډېټ کارتونه پلوري. دوی ته ويل شوي که ګير شي، نو دوکان ته به يې اور ورته کړي.

يوه ځايي اوسېدونکي له بي سي سي سره په خبرو کې وويل چې د ټيلفونو د بنديز له کبله زرمتيان له سختو ستونزو سره مخامخ شوې دي:

''له دې امله موږ له سختو ستونزو سره مخامخ شوي يو، يو ناروغ پيدا کېږي يا يو ميلمه وي موږ نه شو کولی په بېړه موټر يا ډاکټر را وغواړ. وسله وال د خلکو کورونه تلاشي کوي، په لارو کې خلک تلاشي کوي او ان په جوماتونو کې خلک تلاشي کوي.''

د پکتيا د زرمت ځايي چارواکو چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي بي بي سي ته ومنله چې وسله والو له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي د تيلې فون له کارولو بند کړي دي.

دوی وايي وسله والو دا کار په دې نيت کړی چې ګواکې ځايي خلک د ټيلفون له لارې د دوی په اړه معلومات بهرنيو ځواکونو ته ورکوي چې د دوی د نيولو لامل ګرځي.

دوی وايي له ولايتي چارواکو سره يې ستونزه شريکه کړې او ډېر ژر به دغه ستونزه هواره شي.