تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
په کابل کې د سولې د عالي شورا د رییس برهان الدین رباني د جنازې لمونځ وشو.
د نوموړي د جنازې د مراسمو لپاره په کابل کې کلک امنیت نیول شوی او په واټونو کې امنيتي ځواکونه د پخوا پرتله ډېر لیدل کېږي.
د نوموړي د جنازې په لمانځه کې زرګونه کسانو ګډون وکړ، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په انګړ کې ترسره شو.
د هغه مړی د وزیر محمد اکبرخان تپې پر سر د هغه کور ته نژدې خاورو ته وسپارل شو.
ځانګړې پاڼه: د رباني وژل کېدل
برهان الدین رباني د تېرې سه شنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۰مه) د کابل وزیر محمد اکبرخان مېنه کې پخپل کور د سولې د یوه قاصد له خوا په خپله پګړۍ کې د ځای پرځای شوو چاودېدونکو د چاودنې له کبله ووژل شو.

برهان الدین رباني د تېرې سه شنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۰مه) د کابل وزیر محمد اکبرخان مېنه کې پخپل کور د سولې د یوه قاصد له خوا په خپله پګړۍ کې د ځای پرځای شوو چاودېدونکو د چاودنې له کبله ووژل شو.
د سولې ژمنه
د برهان الدین رباني له جنازې وړاندې په ارګ کې ولسمشر حامد کرزي وویل، چې د سولې بهیر ته به دوام وکړي.
تېره ورځ د ''تغیر او امید'' د جبهې په نوم د اپوزیسیون مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له طالبانو سره د خبرو او تماسونو د سمدستي بندیدو او له سره د سولې د بهیر د ارزولو غوښتنه کړې.
برهان الدین رباني
۱۹۸۰
په ۱۹۸۰مه لسیزه کې پر افغانستان د یرغلګرو شوروي ځواکونو پرضد د مجاهدینو جګپوړی قومندان و.له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۶ پورې، بیا ۲۰۰۱
له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۶ پورې او بیا په ۲۰۰۱ کې د افغانستان نامنتخب ولسمشر و.له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱
له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې د طالبانو پرضد د شمالي ټلوالې د یوه جګپوړي مشر و.۲۰۰۴
په ۲۰۰۴ کې د بدخشان د خلکو استازی.۲۰۱۰
په ۲۰۱۰ کې، د ولسمشر کرزي له خوا له طالبانو سره د جوړجاړي په موخه د سولې د عالي شورا رییس وټاکل شو.
ښاغلي کرزي وویل:''د شهیدانو او د سولې په لار کې د خپلواکۍ د شهیدانو وینې له موږ غواړي چې د سولې او ثبات لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو.''
د کابل د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مشر محمد ظاهر ویلي ''د امنیت د ټینګولو په موخه په کابل کې زرګونه اضافي پولیس ګمارلي دي.''
تر دې مهاله د رباني د وژنې پړه کومې ډلې پرغاړه نه ده اخیستې، خو د افغانستان استخباراتي اداره وايي باور کوي چې د هغه د وژنې لپاره به له څو میاشتو راهیسې پلان جوړ شوی وي.
دغې ادارې د پنجشنبې پر ورځ دا هم ویلي وو چې دوی کابل ته د سولې د استازي په جامه کې د هغه ځانمرګي برید کوونکي له ورتلو بې خبره ساتل شوي و چې د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني یې وواژه.

د رباني د جنازې د مراسمو لپاره په کابل کې کلک امنيت نیول شوی و.
دغه اداره دا هم وایي چې دوی د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل کړي، خو تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي.
د طالبانو په ادرس یوه قاصد چې ویل یې د پاکستان له کوټې ښاره یې د طالبانو د عالي شورا پیغام راوړی، له رباني سره د خبرو لپاره کابل ته تللی و
همدا وه چې رباني د ایران سفر رالنډ او کابل ته تر ستنېدا او له قاصد سره د روغبړ پرمهال ووژل شو.
د تېرې چهارشنبې په ورځ، وسله والو طالبانو په یوه رسمي اعلامیه کې وویل، چې د رباني د وژل کېدو په اړه اوس څرګندونې په ډاګه کول نه غواړي.

























