افغانستان د 'جاسوسۍ' په تور یو بهرنی نیولی

- Author, خوشحال تایب
- دنده, کابل
د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي د دوی له خوا نیول شوي جاسوس شاوخوا نهه کاله د بېلابېلو مخابراتي کمپینو لپاره په کمپیوټر کې د پروژو د جوړولو دنده درلوده.
د ملي امنیت ادارې چارواکي وايي نیول شوي کس نژدې یوه لسیزه په بیلابېلو مخابراتي شرکتونو کې کار کړی او د افغانستان ګڼو ولایتونو ته یې سفرونه هم کړي دي.
چارواکي وايي دغه جاسوس د بېلابېلو الوتکو په اړه د هغه هېواد استخباراتي کړیو ته معلومات ورکول چې دی یې په دنده ګمارلی وو.
د ملي امنیت د چارواکو په وینا نیول شوي کس اقرار کړی چې د رادارو او له الوتکو څخه د عکس اخیستلو په برخه کې روزنه ورکړل شوې او د کار په بدل کې یې پیسې ورکول کېدې.
د افغانستان د ملي امنیت د خبري رسنیو یو چارواکی شفیق الله طاهري وايي نیول شوي کس د ګمارل شوي هېواد د استخباراتو په ګټه د رادارو د سیستم په اړه معلومات راټولول چې بالاخره د کابل په هوايي ډګر کې د جاسوسي فعالیت پر مهال لاس په لاس ونیول شو:
''نیول شوی چې یوه ګاونډي هېواد اوسېدونکی دی او له نهو کلونو راهیسې یې په یو شمېر مخابراتي شرکتونو کې کار کاوه.
نیول شوي کس په دغه موده کې د آنتنونو د نصبولو په موخه د کندهار، غزني، ارزګان، زابل، زابل او نورو ولایتونو ته سفرونه کړي او نیول شوی جاسوس په دري او پښتو ژبو بشپړ تسلط لري''.
د ملي امنیت اداره دغه راز وايي چې د بدخشان د بهارک ولسوالۍ او د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ لپاره د طالبانو ټاکل شوي ولسوالان یې نیولي دي.
دغه راز په پکتیا، کندهار او کابل کې د ګڼو ځانمرګو او ډله ییزو بریدګرو د نیول کېدو خبر هم ورکول شو.








