د پنجشیر امنیت هم افغان ځواکونو ته وسپارل شو

افغان سرتېری
د عکس تشریح، دا د امنيتي مسووليتونو د لومړني پړاو پيل دی چې په روانه ميلادي مياشت کې به بشپړ شي، او ورپسې به د نورو ښارونو او ولايتونو امنيتي مسووليتونه په تدريجي ډول افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د پلازمېنې کابل په شمال کې پنجشېر شپږمه سیمه ده، چې امنیتي مسؤولیت یې افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

د پنجشېر دره پنځه کاله وړاندې په ولایت واوښت، چې په تېرو لسو کلونو کې نسبتاً د نورو سیمو پرتله ارامه سیمه وه.

په پنجشېر کې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د مسؤولیت د لېږد د بهیر همغږي کوونکي اشرف غني احمدزي وویل: ''باید ووایم چې په وروستیو دوو کلونو کې افغان ځواکونو ښه پرمختګ کړی. که څه هم ددولت مخالفانو پرله پسې هڅه کړې چې ناامنۍ جوړې کړي، د کابل په ګډون د افغانستان د شپږو سیمې امنيتي چارې په بریالیتوب سرته ورسېدې. ''

ښاغلي احمدزي وویل افغان پولیس او ملي اردو باید غیرسیاسي شي او له تنظيمي چوکاټ څخه راویستل شي:

''ملي اردو باید غیرسیاسي شي، اردو، پولیس او ملي امنیت باید واقعاً ملي شي، ملي اردو، پولیس او ملي امنیت د قومي توپیرونو، د بېلابېلو تنظيمونو ځای او تفرقې ځای نه دی. ''

افغان چارواکو افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د مسؤولیت د لېږد په مراسمو کې وویل، چې دغه ولایت د هغو اوو سیمو وروستۍ هغه ده، چې په لومړي پړاو کې یې افغان ځواکونو ته امنيتي چارې سپارل کېږي.

چارواکو دا هم ویلي، چې د پلازمېنې کابل امنيتي چارې به له رسمي تشریفاتي مراسمو پرته ترسره کېږي.

خو افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد د کمېسیون سرچینو بي بي سي ته وویل، چې د کابل امنيتي چارې به د راتلونکې روژې میاشتې په لومړیو کې ترسره شي.

ویل کیږي په پنجشېر ولایت کې د لېږد دغه بهیر نمایشي بڼه لري ځکه ددوی په خبره له وړاندې دغلته امنیت له افغان ځواکونو سره وو.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزد یار له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې دغه ولایت له ځینو داسې ولایتونو سره پوله لري چې نا امنه دي او باید دغلته افغان ځواکونه دوه برابره شي.

د شنبې پر ورځ د مزار شریف، د پنجشنبې پر ورځ د هرات، د چهارشنبې په ورځ د هلمند د مرکز لښکرګاه، د سې شنبې په ورځ د لغمان د مرکز مهترلام او تر هغه مخکې د باميانو ولايت امنيتي مسوليتونه افغانانو ته ور وسپارل شول.

افغان ځواکونه
د عکس تشریح، اشرف غني احمدزي وویل ملي پولیس، اردو او ملي امنیت باید غیر سیاسي شي.

له پنجشېر وروسته به د افغانستان د پلازمېنې کابل امنيتي مسؤوليت افغانانو ته سپارل کېږي.

دا د امنيتي مسووليتونو د لومړني پړاو پيل دی چې په روانه ميلادي مياشت کې به بشپړ شي، او ورپسې به د نورو ښارونو او ولايتونو امنيتي مسووليتونه په تدريجي ډول افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

ټاکل شوې دغه بهير په را روانو دريو کلونو کې بشپړ شي او ډېری بهرني ځواکونه به له افغانستان نه ووځي.

افغان ولسمشر حامد کرزي نژدې څلور مياشتې وړاندې د روان لمريز کال په پيل کې د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه اعلان کړه.

ښاغلي کرزي دغه پروسه د افغانستان د ملي حاکميت او پر خپلو پښو د افغانستان د درېدو لپاره يو تر ټولو مهم ګام ياد کړ.