د ولسمشر کرزي جګپوړی سلاکار جان محمد خان ووژل شو

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ولسمشر حامد کرزي یو جګپوړی سلاکار او د ارزوګان پخوانی والي جان محمد خان په خپل کور کې د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.
په دې برید کې له جان محمد جان سره په ولسي جرګه کې د ارزوګان استازی محمد هاشم وطن وال هم وژل شوی دی.
برید تېره شپه شاوخوا اته نیمې بجې پیل شو، چې کابو پنځه ساعته دوام یې وکړ.
د کابل د پولیسو مشر ایوب سالنګي بي بي سي ته وویل، لومړی برید کوونکي د جان محمد خان کور ته د یوې اړتیا د پوره کولو لپاره ورغلي او ښاغلي خان له هغوی سره نغدي مرسته هم کړې ده.
د پولیسو په وینا، هغه له دغو کسانو سره ژمنه کړې، چې ستونزه به یې ورحل کړي.
خو د جنرال سالنګي په وینا، په حقیقت کې د برید کوونکي هدف دا و چې د جان محمد جان د کور امنیتي تدابیر ځان ته مالوم کړي.
برید کوونکي یو ساعت وروسته له ځانه سره یو بل کس هم وروست او په ګډه یې برید وکړ.
د کابل د پولیسو مشر وايي، په دې برید کې جان محمد خان او هاشم وطن وال وژل شوي او نور چا ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
راپورونه وايي چې چې د جان محمد خان کور ته څېرمه د برید کوونکو او پولیسو ترمنځ څو ساعته نښته هم شوې ده.
د ارزوګان په مرکز ترینکوټ کې د بي بي سي خبریال احمد امید خپلواک وايي، جان محمد خان په اروزګان ولایت کې ډېر نفوذ درلود او د ولسمشر حامد کرزي له کورنۍ سره یې نژدې اړيکي لرل.
د کرزي دغه سلاکار څو ساعته وروسته له هغه وژل شوی، چې افغان ځواکونو ته له بهرنیو ځواکونو د امنیتي چارو لړۍ له بامیان ولایته پیل شوه.

د عکس سرچینه، BBC World Service
دا په داسې حال کې ده، چې څه کم یوه اوونۍ وړاندې د ولسمشر حامد کرزي ورور او د کندهار د ولايتي شوری رییس احمد ولي کرزی د خپل مشر ساتونکي په ډزو ووژل شو.
د شنونکو په باور، ددغو دوو کسانو وژل کېدل ولسمشر حامد کرزي ته یو لوی ګوزار دی.
د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.
دوی وايي چې دا برید د کندوز او کندهار ولایتونو دوو کسانو کړی دی.








