د کراچۍ په هدفي وژنو کې ۳۶ کسه وژل شوي

په پاکستان کې پوليس وايي چې په بندري ښار کراچۍ کې د درېمې پرلپسې ورځې تاوتريخوالي په پايله کې ۳۶ کسه وژل شوي او له ۵۰ زيات ټپيان دي.
په ښار کې د جرمونو د څار لپاره د پوليسو جوړ شوي مرکز بي بي سي ته وويل چې د تاوتريخوالي دغه څپه له سې شنبې راهيسې پيل شوې ده.
د وژنو ډېری پېښې د اورنګي ټاون، ګلشن اقبال، بلديه ټاون او ګارډن سيمو کې شوي دي.
په کراچۍ کې د بي بي سي خبريال وايي چې د اورنګي په سيمه کې د پنجشنبې په ورځ هم وضعيت ښه نه وو او سهار مهال يو ځل بيا ډزې پيل شوي دي.
بل خوا د پاکستان د خلکو ملي ګوند ( نشنل پارټي) ادعا کړې چې په وروستيو ناکراريو کې د دوی ۱۱ غړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
د دغه ګوند وياند وايي چې قانون پلي کوونکي پرته له دې چې د دغو وژنو ننداره کوي، بل څه نه کوي او پوليس او نور امنيتي ځواکونه په بشپړ ډول په خپلو چارو کې پاتې راغلي دي.
ده له حکومت نه وغوښتل چې د ولسي خلکو د ژوند ژغورلو لپاره د کراچۍ ښار کنټرول پوځ ته وسپاري.
په کراچۍ کې يوې بلې سياسي ډلې په يوه وينا پاڼه کې ويلي چې په اورنګي، قصبه کالوني، ګلفام اباد او نورو سيمو کې د پوليسو له شته والي سره سره پر کورونو بريدونه شوي دي.
د کراچۍ وزير اعلی د دې وضعيت د کابو کولو لپاره بېړنۍ ناسته رابللې او خبرداری يې ورکړی په هره سيمه کې چې هدفي وژنه وشي، مسوول د پوليسو ځایي مشر يا تهاڼه دار دی.








