ګارډین: اسامه له تورې بورې څنګه وتښتېد؟

توره بوره

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، ځينې بندیان په توره بوره کې د اسامه د موجودیت په اړه شک ښودلی، خو یو شمېر بندیانو د جګړې پرمهال له اسامه سره خپل لیده کاته تایید کړي دي.
    • Author, سید انور
    • دنده, کابل

د ۲۰۰۱ په دسمبر میاشت کې کله چې د امریکا او برتانیا ځانګړو ځواکونو پر اسامه بن لادن کړۍ تنګه کړه، هغه د یوه قومي مشر د جنګیالیو په مرسته د تورې بورې له ډبرینې سیمې په وتلو وتوانېد.

د برتانیا ګارډین ورځپاڼې د ګوانتانامو د بندیانو د دوسیو د پلټنو له لارې د ترلاسه شویو مالوماتو پربنسټ لیکلي چې په افغانستان کې د امریکا او ایتلافي ځواکونو له ولکې د اسامه بن لادن تېښته په دغه هېواد کې د ایتلافي ځواکونو په لومړیو ناکامیو کې شمېرل کېږي.

د ګوانتانامو د بنديانو د اطلاعاتو پر بڼسټ، له افغانستان نه اسامه د تېښتې په اړه نوي جزییات را برسېره شول.

د هارون شهرزاد الافغاني له قوله په ۲۰۰۷ کال کې د ترلاسه شویو مالوماتو پر بڼسټ اسامه بن لادن په خپل خوندی پټنځي توره بوره کې چې ولکه پرې راتنګه شوه، د یوه پاکستاني ځايي جنګي سردار مولوي نور محمد په مرسته له تورې بورې په تېښته بریالی شو.

که څه هم په دغو معلوماتو کې د مولوي نور محمد په اړه ډېر جزييات نه دي ورکړل شوي، خو قراين دا په ګوته کوي چې هم مهاله مولوي نور محمد چې په ۲۰۱۰ کې د شمالي وزیرستان د ميران شاه په سيمه کې په ګولۍ وويشتل شو او مړ شو.

ددغو معلوماتو پربنسټ، مولوي نور محمد د القاعدې یوه چارواکي ابو تراب سره تر ليدو کتو وروسته شاوخوا ۵۰ جنګيالي هغوی ته ورکړل او دغو جنګیالیو اسامه بن لادن او د هغه مرستیال ایمن الظواهري خوندي ځای ته ولېږدول.

تر دغو مالوماتو وړاندې داسې قیاس کېده چې اسامه له تورې بورې د جنوب خوا ته وتښتېد او د پاکستان په سرحدي سیمو کې د پاکستان له پوځي او نیمه پووځي ځواکونو تېر او بیا یې څرک مالوم نه شو.

د ګوانتانامو لږترلږه د دوو بندیانو او د امریکايي چارواکو له خوا برابر شوو پټو مالوماتو پربنسټ، اسامه بن لادن له تورې بورې د شمال پر لور د ایتلافي او افغان ځواکونو ترمنځ په تېښته بریالی شو.

په دې مالوماتو کې راغلي چې اسامه جلال اباد ته ولاړ او هلته یې د معلم اول مسلم ګل په کرو کې څو شېبې پاتې شو، تر هغه وروسته اسامه او الظواهري په اسونو کونړ ته واوښتل او هلته پوره لس میاشتې پاتې شول.

په دغو مالوماتو کې دا هم راغلي چې اسامه له تورې بورې د تېښتې پرمهال له خپل یوه نژدې ملګري ۱۰۰۰ ډالر پور کړي ول .

هارون شهرزاد ویلي چې د ۲۰۰۲ په پا کې یې له عبدالهادي العراقي وغوښتل او هغه ته یې ۷۰۰۰ ډالر بېرته ورکړل.

اسامه بن لادن د القاعدې له جګپوړو مشرانو ایمن الظواهري، او محمد عاطف سره.
د عکس تشریح، په یوه سند کې راغلي چې په ۲۰۰۴ کې القاعده داسې وسلې هم ترلاسه کړې، چې یوازې په اروپا کې وې، خو په کارېدو یې څوک نه پوهېدل. پلان دا وو چې د اسامه بن لادن د نیول کېدو یا وژل کېدو په صورت کې به دغه وسله کارول کېږي.

په توره بوره د امریکا تر بریدونو درې میاشتې وړاندې اسامه په کندهار ښار کې د یوې پراختیايي پروژې د بشپړولو لپاره ۱۱۰۰۰ ډالر هم ورکړي ول.

په دغو پټو مالوماتو کې دا هم راغلي چې د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو پرمهال اسامه چېرته و، په یوه سند کې ویل شوي چې ددغو بریدونو پرمهال اسامه په خوست کې و، ځینو نورو مالوماتو هم دا خبر تایید کړی دی.

په یوه بل سند کې راغلي چې د ۲۰۰۱ په اکتوبر کې اسامه کابل ته نژدې په یوه مېلمستو کې و.

د اکتور پر ۱۳مه بیا کله چې د امریکا د بریدونو لړۍ کابل ته نژدې شوه، اسامه یوه مهمه جلسه پرمخ وړله چې په لړ کې یې عرب جنګیالیو ته د کابل په شمال کې د ختيځ پر لور د شاتګ امر وکړ.

د اکتوبر پر درېیمه اسامه جلال اباد ته ورسېد او هلته یې د ځایي جنګیالیو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره یولک ډالر ووېشل.

ځينې بندیان په توره بوره کې د اسامه د موجودیت په اړه شک ښودلی، خو یو شمېر بندیانو د جګړې پرمهال له اسامه سره خپل لیده کاته تایید کړي دي.

ډاکټر ایمن سعید بطرافي، چې د یمن اوسېدونکی دی، له اسامه سره دوه ځلې ليدلي چې په اړه یې وايي هغه د ټپیانو په درملنه کې مرسته کوله او خبرې یې ورسره کړې دي.

یوه بل بندي ویلي چې اسامه بن لادن د شپې پرمهال په سنګرونو ګرځېده او د جنګیالیو د مورال د لوړاوي په خاطر به یې ویل چې د امریکا ځواکونه له موږ ډېر لیرې دي.

یو شمېر نورو بندیانو بیا ویلي چې د سپتمبر د ۱۱ تر بریدونو ورسته له افغان ځايي قومندانانو سره تر ناکامه خبرو وروسته د سپتمبر پر ۱۶مه له تورې بورې پاکستان ته د القاعدې د جنګیالیو د خوندي ایستلو پلان جوړ شو.

بندیانو دا هم ویلي چې د جګړې له ډګره څو ډلې وتښتېدې او یا هم پاکستاني پوځ ګڼ جنګیالي ونیول.

خو یوه بندي دا هم ویلي چې د پاکستان پوځ دغه جنګیالي پرېښودل چې بېرته ولاړ شي.

د جنګیالیو تر تخلیې وړاندې اسامه له سیمې وتلی وو.

په یوه سند کې دا هم راغلي چې اسامه خپل ساتونکي پرېښودل او له یوې ټاکل شوې ډلې له تورې بورې ووت.

د ځینو مالوماتو پربنسټ، ایمن الظواهري د القاعدې د ګڼو نورو غړو په خېر د پاکستان په ښارونو کې د پټېدو هڅه وکړه، خوکله چې د ۲۰۰۳ په مارچ کې خالد شیخ محمد په راولپنډۍ کې ونیول شو، ایمن الظواهري د جنوبي وزیرستان شکي سیمې ته ولاړ.

اسامه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په یوه سند کې راغلي چې اسامه خپل ساتونکي پرېښودل او له یوې ټاکل شوې ډلې له تورې بورې ووت .

په ۲۰۰۵ کې د ایمن الظواهري په اړه دا خبر هم و، چې هغه د یوه سپین ږيري سړی په کور کې و، په یوه بل فایل کې راغلي چې د القاعدې یو مهم غړی ابو فرج اللیبي د ۲۰۰۳ په اګست او د ۲۰۰۴ په فبرورۍ کې د القاعدې له مشرتابه سره د خبرو لپاره د شکي سیمې ته سفر وکړ.

ابو فرج اللیبي چې په شکي کې له کومو خلکو سره لیدلي وو، پر همدې مهال په ۲۰۰۷ کې په لندن کې د بمي بریدونو سمبالوونکی عبدالهادي العراقي هم شامل وو.

په دغو مالوماتو کې دا هم ویل شوي چې القاعده څرنګه د ویجاړوونکې وسلې هڅه کوي.

د ابو فرج په هلکه دا مالومات شته چې په ۲۰۰۴ کې دوی داسې وسلې هم ترلاسه کړې چې په اروپا کې موجودې دي، خو په کارېدو یې څوک نه پوهېدل.

پلان دا وو چې د اسامه بن لادن د نیول کېدو یا وژل کېدو په صورت کې به دغه وسله کارول کېږي.

ورځپاڼې په پای کې لیکلي، چې په دغو سندونو کې له خپلواکه سرچینو دټولو راغلو مالوماتو تاییدول ممکن نه دي، ځکه چې ددغو مالوماتو زیاتره برخې قیاسي بڼه لري.