افغانستان نور کانونه داوطلۍ ته وړاندې کوي

- Author, عبدالله ستانکزی
- دنده, کابل
افغان حکومت وايي په راتلونکي لمريز کال کې به نژدې لس بېلا بېلې تر ځمکې لاندې لويې کاني زيرمې او کانونه داوطلبۍ يا بولۍ ته وړاندې کړي.
په دغو کانونو کې د مسو ، سروزرو او تيلو زيرمې شاملې دي.
د کانونو وزارت وايي د دغو او نورو کانونو په فعاليدو سره به افغانستان ۱۵ کاله وروسته هر کال له کاني زېرمو نه درې نيم ميليارده ډالر عوايد تر لاسه کوي.
دوی وايي افغانستان تر ځمکې لاندې هغه کاني توکي پرېمانه لري چې دا مهال پرمختللي او نوي مخ پر وده هېوادونه ورته زيات ضرورت لري.
خو د سرک او برېښنا په څېر د بنسټيزو اسانتیاوو نشتوالی هغه څه دي چې د کاني زېرمو وېستل یې ځنډني کړي او پانګوال هم په دغه برخه کې په لیوالتیا پانګونې ته زړه نه ښه کوي.
عبدالله ستانکزي د دې اوونۍ په ځانګړي راپور کې همدا موضوع را سپړلې ده.




