خپلواک ساپی او جعفر هاند
کابل
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
افغان حکومت له ايران سره د تېلو د ترانزيت له اړخه د رامنځ ته شوي کړکېچ په حل کې پر ايراني چارواکو د پر بې پروايي پړه اچولې.
چارواکي دا هم وايي چې ايران د ايسارو کړو ټانکرونو د پرېښودو په برخه کې د کوم قانع کوونکي دليل له شته والي خپلې ژمنې پرته هېرې کړې.
د افغانستان د سوداگرۍ وزير انوارلحق احدي وايي ايران په دې برخه کې په خپل دريځ سره د افغانستان د ترانزيت سوداگرى حق تر پښو لاندې کړى.
ښاغلي احدي دا هم ويلي چې افغان حکومت د ستونزې د بيړني حل لپاره اوس روسيي او قراقستان ته مخه کړې او ديز ژر به له دغو هيوادونو نه په سوونو زره ټنه تېل وارد کړي.
د افغانستان د سوداگرۍ وزير انوارلحق احدي خبريالانو ته په څرگندونو کې له گاونډي هېواد ايران سره د تېلو د ترانزيت په سر د رامنځ ته شوي کړکېچ د دوام پړه له څېرمې د ايران پر حکومت واچوله.
ښاغلي احدي وويل ايران ته د ستونزې په سر د خبرو لپاره د مرستيال ولسمشر محمد قسيم فهيم د سفر پر مهال او له هغه وروسته ان د ولسمشر احمدي نژاد په گډون د ايراني چارواکو غوڅه ژمنه همدا وه چې ډير ژر به د افغان سوداگرو د تيلو درول شوي ټانکرونه خوشي کړي او په دې سربيره به له خپلې لارې افغانستان ته د تيلو د ترانزيت په وړاندې خنډونه نه جوړوي .
خو وايي په عمل کې خبره سرچپه ده او تر اوسه د ستونزې د حل لپاره پراخو او دوامداره دپلوماتيکو هڅو هيڅ نتيجه نه ده ورکړې :
''د افغانستان د ترانزيت حق لا هم پيمال دى او د افغانستان ايران له پولې د تيلو د ټانکرونو د تيريدو د مخنيوي لپاره له لويه سره هيڅ قانع کوونکى دليل وجود نه لري. موږ په دې برخه کې د پرمختگ پر نشت والي خورا ناراضه يو. موږ کله هم له ايراني دوستانو دا وړ تمه نه درلوده.''
په خواشينى سره چې پر موږ باندې په ځينو حالاتو کې راوړل کيدونکي فشارونه توجه نه لري. افغان حکومت له ايران سره په هر ډگر کي ملگرتيا پللې . له ايراني دوستانو او دا راز له خپلو غربي دوستانو نه زموږ هيله دا ده چې په خپل منځي اختلافونو کې موږ ورښکېل نه کړي.
انوارالحق احدي
افغان چارواکي دا هم وايي چې دوى له خپلو ايراني سيالانو سره د پرله پسې تماسونو باوجود لا هم په دې نه پوهيږي چې ايران د خپل دغه دريځ تر شا په افغانستان کې د څه په لټه کې دى.
دا راز د ايران دا توجه هم ناسمه بولي چې وايي گواکې له خاورې يې افغانستان ته ترانزيت کيدونکي تيل د ناټو ځواکونه کاروي. د افغانستان د سوداگرى وزير دا يوه پلمه بولي او وايي ايران ته نه ښايي چې له لويديځ سره د خپلو مخالفتونو ټس له افغانستان نه واخلي:
''په خواشينى سره چې پر موږ باندې په ځينو حالاتو کې راوړل کيدونکي فشارونه توجه نه لري. افغان حکومت له ايران سره په هر ډگر کي ملگرتيا پللې . له ايراني دوستانو او دا راز له خپلو غربي دوستانو نه زموږ هيله دا ده چې په خپل منځي اختلافونو کې موږ ورښکېل نه کړي.''
د رسمي شمېرو له مخې تر دې وروستيو پورې د افغانستان د ملکي اړتيا ٥٠ سلنه تيل چې تر ډېره په ترکمنستان ، ازربايجان او عراق کې پېرودل کېدل، د ايران له لارې ترانزيت کيدل . پر دغه ترانزيت د ايران د حکومت له لورې لگول شوي بنديز په څرگنده افغان حکومت له لوى بوختې سره مخامخ کړى.
په دې ترڅ کې پر حکومت يو فشار دا دى چې د ايران خلاف دې غوڅ دريځ غوره کړي او له بې گټې او مجهولې دپلوماسۍ نه دې لاس واخلي.
ځينې کتونکي وايي افغان حکومت په خپله خاوره کې منځنۍ اسیا ته د ايران پر سوداگرۍ د ورته بنديز د لگولو ، د ايراني توليداتو په وارداتو کې د کمي د راوستو او ايران ته د تلونکو اوبو د ستنولو له لارې ورته فشارونه راوستى شي .
خو د افغانستان د سوداگرى وزير انوارلحق احدي وايي حکومت د کور دننه د تيلو په مارکيټ کې له دغې ناڅاپي بې ثباتى او ترخې تجربې نه ښه سبق زده کړې .

ځينې کتونکي وايي افغان حکومت په خپله خاوره کې منځنۍ اسیا ته د ايران پر سوداگرۍ د ورته بنديز د لگولو ، د ايراني توليداتو په وارداتو کې د کمي د راوستو او ايران ته د تلونکو اوبو د ستنولو له لارې ورته فشارونه راوستى شي .
د ښاغلي احدي په وينا دوى اوس د ستونزې د بيړني حل لپاره د ترانزيت پر نورو لارو غور پيل کړى او په دې لړ کې يې لومړنى تکل همدا دى چې ژر تر ژره له روسيي ترکمنستان او قزاقستان نه د اقينې او حيراتانو د بندرونو له لارې په سوونو زره ټنه تيل وارد کړي.
ښاغلي احدي په دې برخه کې د اوږدې مودې تگلارو ته هم اشاره وکړه او په دې ترڅ کې يې د حکومت له لورې پر يوې هر اړخيزې طرحې د کارخبر ورکړ .
ټينگار يې دا وو چې د د غې نوې طرحې پر مټ به د کور د ننه د تېلو پر مارکېټ د حکومت د څار او له سوداگرو سره د همغږى د زياتيدو تر څنگه، د تېلو د وارداتو خوندې او ډاد منې لارې غوره شي او په راتلونکې کې به د روانې بې ثباتۍ د تکرار مخه ونيول شي .
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .