افغانستان د ایران غوښتنه رد کړه

افغان حکومت د ايران هغه غوښتنه رد کړه چې ګنې د تېلو اړتيا ورته څرګنده کړي چې ايران بيا په هماغه کچ تېل ورته راپرېږدي .
په کابل کې د ايران سفارت نن رسنيو ته ويلي په دې وروستيو کې د ايران له لارې افغانستان ته د راوړل کېدونکو تېلو کچه د پخوا په پرتله درې برابره زياته شوې او له دوی سره يې دا ويره پيدا کړې چې ګنې دغه تېل په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته ورکول کېږي .
خو د افغانستان د سوداګرۍ په وزارت کې د نړيوالې سوداګرۍ مشر مزمل شينواری د ايران دغه پلمه او اندېښنه ناسمه بولي او وايي د ايران له لارې ځکه د تېلو کچه زياته شوې چې عراقي تېل افغان سوداګرو ته ارزانه پرېوزي .
دغه راز هغه وويل ناټو خپل اکمالات د پاکستان او منځنۍ اسيا له لارې کوي.
ښاغلي شينواري زياته ايران د نړيوالو قوانينو په تېره بيا د ايکو سازمان د تړونونو له مخې د افغانستان پر سوداګرۍ محدوديتونه نه شي لګولای .




