له حکومتي ویندویانو د خبریالانو ناخوښي

خبریال
د عکس تشریح، دغو ستونزو ته په کتو ډېر کله مهم رپوټونه له خپرېدو پاتې کيږي ، ځکه چې خبريال په ځينو حالاتو کې نه شي کولی خپل راپور پرته له حکومتي غبرګونه خپور کړي.
    • Author, عبدالله ستانکزی
    • دنده, له کابله

په افغانستان کې يوه شوې تازه سروې ښيي چې په هېواد کې ډيری خبريالان د يو شمېر حکومتي ويندويانو او د اطلاعاتو د عامه اړيکو د دفترونو له چلنده خوښ نه دي.

دغه سروې چې د افغانستان د اداري اصلاحاتو د کمېسيون له لوري شوي د کورنيو او بهرنيو رسنيو لسګونه خبريالان په کې پوښتل شوي.

دغه اداره وايي د سروې پاېلې ښيي چې خبريالانو ته په وخت مالومات نه ورکول کيږي ، مالومات ورکوونکي بشپړ او نوي مالومات نه لري.

بنسټ دغه راز وايي سروې ښيي چې د حکومت د معلوماتو ورکولو دفترونه د پرسونل له نشته والي او تنخواو له کموالي شکايت کوي.

سره له دې چې په قانون کې معلوماتو ته لاسرسی د خلکو حق دی د افغانستان د اداري اصلاحاتو کمېسيون وايي د تر سره کړې سروې پاېلې يې جوتوي چې خبريالان د حکومتي ويندويانو او د اطلاعاتو د دفترونو له چلنده خوښ نه دي.

د کمېسيون له لوري په شوې دغې سروې کې په افغانستان کې د نړۍ د معتبرو بهرنيو او کورنيو رسنيو ۵۷ خبريالان پوښتل شوي دي.

د کمېسيون د عامه اړيکو مشر عزيز اريافر وايي د سروې پاېلې ښيي چې يو شمېر حکومتي ويندويان خبريالانو ته په وخت ، کره او تازه مالومات نه ورکوي:

خبریالان ناراضه دي

''په شوې ارزونه کې ښودل کيږي چې تقريباً يوه کمه فيصدي خبريالان د معلوماتو ترلاسه کولو په برخه کې د وزارتونو د اطلاعاتي دفترونو له چلنده خوښ دي او ډېری يې خفه دي. لامل يې دادی چې ويندويان اساسآ رسنيو ته په خپل وخت معلومات نه ورکوي، په ټوله کې خبريالان د حکومتي ويندويانو له لوري د تازه ، کره او پر وخت مالوماتو د نه ورکولو له امله ناراضه دي.''

د اداري اصلاحاتو کمېسيون وايي په سروې کې يې دغه راز حکومتي ويندويان او حکومتي مطبوعاتي دفترونه هم پوښتلي دي.

په سروې کې مطبوعاتي دفترونو اعتراف کړی چې د يو شمېرکارکوونکو مسلکي وړتيا کمه ده او بله دا چې چارواکي هم د اطلاعاتو برخې ته ډېر پام نه کوي.
د عکس تشریح، په سروې کې مطبوعاتي دفترونو اعتراف کړی چې د يو شمېرکارکوونکو مسلکي وړتيا کمه ده او بله دا چې چارواکي هم د اطلاعاتو برخې ته ډېر پام نه کوي.

کمېسيون وايي له دوی نه تر لاسه شوي مالومات ښيي چې ډېری حکومتي ادارې په مطبوعاتي دفترونو کې د کافي پرسونل د نشتوالي او د مناسبې مياشتنۍ تنخوا نه لرلو له کبله شکايت کوي.

په سروې کې مطبوعاتي دفترونو اعتراف کړی چې د يو شمېرکارکوونکو مسلکي وړتيا کمه ده او بله دا چې چارواکي هم د اطلاعاتو برخې ته ډېر پام نه کوي.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو کمېسيون وايي په پلان کې لري چې په دې اړه له لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره هم خبرې وکړي چې په وينا يې د ستونزې بيخ پېدا کړي.

دغو ستونزو ته په کتو ډېر کله مهم رپوټونه له خپرېدو پاتې کيږي ، ځکه چې خبريال په ځينو حالاتو کې نه شي کولی خپل راپور پرته له حکومتي غبرګونه خپور کړي.