طالبان: 'د سولې عالي شورا زموږ نه، د امریکا په ګټه ده'

افغان حکومت په پرلپسې توګه وسله وال طالبان جوړجاړي ته رابللي دي. خو طالبانو په خپل وروستي غبرګون کې دغو غوښتنو ته منفي ځواب ویلی دی.
د سولې د عالي شورا د جوړولو موخه له طالبانو سره د جوړجاړي د خبرو میکانیزم جوړول دي.
په همدې حال کې د دغې شورا یو شمېر غړي وايي چې په شورا کې ځينې پخواني طالبان او جهادي مشران شته، چې د سولې پروسه به پرمخ بیايي.
د سولې د عالي شورا د غړو د نوملړ تر اعلان یوه ورځ وروسته وسله والو طالبانو د حکومت د جوړجاړي غوښتنې ته منفي غبرګون وښود.
طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د دغې شورا جوړول یوه بې مانا چاره ده، او ګټه یې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو ته رسېږي.
طالبان پر دې باور دي، چې امریکا او نور ملګري یې خپله ماتې په دغه راز کړنو پټوي او غواړي چې طالبان په یو ډول له دې غوښتنې راوګرځوي چې بهرني ځواکونه دې له افغانستان نه ووځي.
طالبان وايي، هله په دغه هېواد کې سوله شونې ده، چې بهرني ځواکونه ترې ووځي.
همدا راز طالبانو ویلي دي چې په دې شورا کې داسې خلک دي چې په خپله پر سوله باور نه لري او په تېر کې د افغانستان د بربادۍ لامل شوي دي.
په اعلامیه کې په افغانستان کې د نړیوالو د عمومي قومندان ډېوېډ پيټرېیاس له خولې ویل شوي دی چې ګواکې د طالبانو ځينې غړي هم په دې شورا کې برخه لري.
طالبانو دغه خبره بې بنسټه بللې او ویلي دي چې دوی هېڅکله له افغان حکومت سره د جوړجاړي په اړه اړيکې نه دي نیولې.

د سولې د عالي شورا په نوملړ کې د طالبانو ځینې پخواني چارواکي لیدل کېږي، چې د لومړي ځل لپاره د ولسمشر حامد کرزي د جوړجاړي له بهیر سره یوځای کېږي.
په همدې حال کې د افغانستان د علماوو د شورا غړی مولوي قیام الدین کشاف چې د سولې په عالي شورا کې هم غړیتوب لري، وايي د طالبانو دغه غړي کولی شي چې د جوړجاړي بهیر سرته ورسوي.
دغه شورا د سولې د ملي مشورتې جرګې د پرېکړې پر بنسټ د دې لپاره جوړه شوې ده، چې له طالبانو سره د جوړجاړي د خبرو میکانیزم جوړ کړي.
افغان حکومت په پرلپسې ډول وسله وال مخالفان سولې ته رابللي دي، خو هغوی تل ویلي دي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې د سولې خبرو ته کښېني.








