زما ښکلې 'فرزه' په انځورونو کې

دغه عکسونه له ښکلې فرزې نه ع. شيرزوی بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته راستولي دي. که غواړﺉ خپله سیمه راوپېژنئ، [email protected] ته د خپلې سیمې بېلابېل عکسونه راولېږﺉ.

د فرزې ولسوالي چې په اداري لحاظ پر کابل ولايت پورې تړوا لري، له کابل ښاره شاوخوا ۳۵ کيلومتره واټن کې شمال لورته پرته ده.

تېرو رژيمونو د يولړ ملحوظاتو پر بنسټ د ښوونې او روزنې په برخه کې د دې ولسوالېۍ ولس ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

پر همدې اساس خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او خپلو کورنيو ته د ژوند تومنه برابروي.

نوموړې ولسوالي د باغونو او مېوو د ولسوالۍ په نوم شهرت لري، ډول ډول مېوې لکه انګور، مڼې، توت، زردالو، شفتالو، آنار، شاتوت، بهې، چارمغز، ګيلاس، سرکۍ، آلوبخارا، انځر او داسې نور.

د دې ولسوالۍ لوېديځې خوا ته د بابا د غره سلسله ولاړه ده چې ډېره قوي زوړوبۍ (آبشار) سرچينه ترې اخلي او همدا زوړوبۍ د فرزې د ولسوالۍ د سند لويه برخه جوړوي.

د دې ولسوالۍ باغونه او ځمکې له همدې سند نه خړوبېږي، د دې زوړوبۍ لوړوالۍ شاوخوا ۳۰۰/ ۴۰۰ مترو پورې رسېږي چې د کابل د ښاراو شاوخوا سيمو سيلانيان په اوړي کې د دې آبشار نندارې ته راځي.

شاه غازي امان الله خان له خپلو درباريانو سره څو وارې د دې آبشار لیدو ته راغلی ول، او خپلې ليکنې يې د آبشار پر ډبره کې په يادګار پرېښې دي.

د دې ولسوالۍ ښکلا تاسو په انځورونو کې وګورﺉ، که چېرې لوړپوړې او مصروف چارواکې د دې ولسوالۍ په ودانولو کې پاملرنه وکړي، ليرې به نوي چې د ګران هېواد د توريزم په برخه کې پر يوه قوي اقتصادي مرکز بدل شي.

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .