'په نشه د روږدو ۱۸۱۵ پوليسو درملنه کېږي'

افغان پوليس
    • Author, مصطفی سالک
    • دنده, کابل

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د پوليسو په ليکو کې د نشيي توکيو د کارولو د مخنيوي په هيله يوه داسې تگلاره جوړه کړه چې ٧ مادې لري.

د ياشوي وزارت وياند زمري بشري يوې خبرې غونډې ته وويل اوس دا کره شوې ده چې څه کم ۲۰۰۰ پوليس په نشو روږدي وو .

ددغې تگلارې له مخه د پوليسو لپاره نشه يي توکي کارول نا قانونه دي، او که کوم پوليس په هېڅ حال کې له نشه يي توکيو لاس نه اخلي، د هېواد عدلي او قضايي جوړښتونو ته به ورپېژندل کېږي.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې ددغې تگلارې د برياليتوب په موخه به خپلې پټ څارې او اسخباراتي ادارې هم پياوړي کوي.

همدا راز په دې اړه به د پوليسو په ليکو کې د پوهاوې د کچې لوړولو ته هم پسې زور ورکړي. په پوليسو کې د روږدو کسانو د پېژندلو په موخه د کورنيو چارو وزارت په له پخوا نه هڅې پيل کړي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي چې د پوليسو په ليکو کې نژدې دوه زره کسان په نشيي توکيو روږدي وو:

''مجموعي شمېره چې تر اوسه پورې ثبت شوې ده، ۱۱۴ زره او اووه سوه او شپاړس تنه وو، د دوی وینه هم ازمویل شوې ده، چې په نتيجه کې ۱۸۱۵ کسان په نشو رودږي راوتلي وو، موږ وکړای شو، چې له دغو کسانو څخه د ۸۳۰ کسانو درملنه وکړو، او پرپاتې کسانو هم کار روان دی، چې درملنه یې وشي. ''

ښاغلى بشري وايي چې اوس به د هر کال په پاى کې د پوليسو روغتيايي کتنې تر کېږي چې روږدي پوليس وپېژندل شي.

افغان پوليس
د عکس تشریح، له پخوا نه د افغان پوليسو په اړه داسې نيوکې کېدې چې گواکې يو شمېر پوليس په نشه يي توکيو اخته دي.

ددغه راز پوليسو د درملنې لپاره يو ځانگړې روغتون هم جوړ کړى دى.

د کورنيو چارو وزارت وايي روږدي پوليس ځکه روغتون ته لېږي او نه يې شړي، چې ټولنې ته يو روږدى کس نه شي لېږلې چې پر اوږو يې بار شي.

له پخوا نه د افغان پوليسو په اړه داسې نيوکې کېدې چې گواکې يو شمېر پوليس په نشه يي توکيو اخته دي.

ددغو پوليسو په اړه ويل کېږي چې له يوې ډډې خپلې دندې په ښه توگه نه شي تر سره کولاى، او له بلې خوا د خلکو په ذهنونو کې د پوليسو انځور خرابوي.