په کندهار او هلمند کې ۹ پولیس وژل شوي

پولیس
د عکس تشریح، د روانې اګست میاشتې پر ۱۷ مه د کندهار ښار په ۱۳مه حوزه کې شپږ افغان پولیس تر مسمومېدا وروسته په ډزو وژل شوي ول.

د نارامه سوېلي ولایت هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د پولیسو پر يوې پوستې برید کړی، چې د رپوټونو له مخې شپږ پولیس پکې وژل شوي دي.

د برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې ده.

د دغې ډلې یوه تن ویاند قاري يوسف احمدي رسنیو ته ویلي، برید د دوی جنګیالو کړی، چې په وینا یې ۷ پوليس پولیس پکې وژل شوي.

نوموړي ادعا کړې، چې په دې برید کې وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې هم له ځانه سره وړې دي.

خو چارواکو د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

په سوېل کې د بي بي سي خبريال وايي، برید د ګرشک ولسوالۍ په دُرايي سیمه کې تېره شپه شوی دی.

سرچینه زياتوي چې له یادې سیمې یې د درو پولیسو مړي د کندهار روغتون ته لېږدولي دي.

بل خوا تېره شپه په کندهار کې نا وسله وال یو کس د جاسوسۍ په تور وژلی او مړی یې غورځولی دی.

رپوټونه وايي کله چې پولیس د هغه د مړي د رالېږدولو لپاره ورغلل، تر مړي لاندې يې ځای پر ځای شوی ماین وچاودېد، چې درې پولیس پکې ووژل شول.

د روانې اګست میاشتې پر ۱۷ مه د کندهار ښار په ۱۳مه حوزه کې شپږ افغان پولیس تر مسمومېدا وروسته په ډزو وژل شوي ول.