'' په ۲ کلونو کې به ۱۰۰۰ کیلومتره سړک جوړ کړو''

د افغانستان د فوايد عامې وزارت وايي د دوى په دوه کلن پلان کې د دغه هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ١٠٠٠ کيلومتره سړکونو جوړول په پام کې نيول شوى دى.
د فوايد عامې وزارت چارواکي د دغو پروژو د پلي کولو پر وړاندې ترټولو لويه ننگونه نا امني گڼي.
د چارواکو په وينا پر يوشمير دغو سړکونه به تر راتلونکي يوه مياشتې کار پيل شي.
د کابل- جلال آباد دويمه لار ،فيض آباد-شکاشم، جبل السراج- سروبي او د افغانستان د مرکزي ولايتونو لکه د غور، باميانو او وردگو ترمنځ د لارو پخول هغه مهمې پروژې دي چې چارواکي يې په راتلونکو دوو کلونو کې د جوړولو تکل لري.
د افغانستان د فوايد عامې وزارت مرستيال ډاکتر احمد شاه وحيد بي بي سي ته وويل د يوشمېر دغو پروژو تړون به تر راتلونکې يوې اوونۍ د سړک جوړونې له خصوصي کمپنيو سره لاس ليک شي:
''د فواید عامې وزارت په خپل دوه کلني پلان کې د ۱۰۰۰ کیلومتره سړک جوړولو نیت لري، په دې کې د کابل – جلال اباد دویم لین، د کابل – جبل السراج دویم لین، او د نوي کابل د رینګ روډ سړکونه راځي.''
د فوايد عامې د مرستيال وزير په وينا، د دغو سړکونو په جوړولو شاوخوا يو ميليارد ډالره لگښت راځي چې پيسې به يې د نړيوال او آسيا پرمختيايي بانکونو او افغان حکومت لوري ورکول کيږي.
د نوموړي په وينا د کابل په نړيوال کنفرانس کې هم دغو پروژو مالي ملاتړ شوى دى.
خو ښاغلى وحيد د دغو پروژو پر وړاندې تر ټولو لويه ننگونه نا امني په گوته کوي چې په وينا يې کيداى شي د سړک جوړولو کار له ځنډ سره مخامخ کړي.

د افغانستان د فوايد عامې وزارت پر داسې مهال په راتلونکو دوو کلونو کې د ١٠٠٠ کيلومتره سړکونو د جوړولو تکل لري چې ځينې جوړې شوې لارې د ټيټ کيفيت له امله کنډ او کپر شوي دي.
د کابل جلال اباد د لويې لارې د بيا خرابيدو خبر په افغانستان کې د جوړو شويو سړکونو يوازينۍ بېلگه نه ده.
د هيواد په سويل کې د کندهار او پاکستاني پولې تر منځ غځيدلى سړک هم تر جوړېدو لږ وروسته د کاروونکو په وينا کنډ او کپر شوى دى.
د کابل – مزار ترمنځ لاره چې د ځينو په وينا له نړيوالو معيارونو سره سمه وه، اوس په هغه بڼه تر ډېره نه ده پاتې .
د فوايد عامې وزارت د دغو لارو د خرابۍ پړه په هغو نا دولتي ټولنو اچوي چې د جوړولو قرار داد يې پر غاړه درلود.
د طالبانو د رژيم له نسکوريدو راهيسته په افغانستان کې پر ډيرو لويو لارو کار شوى چې د چارواکو په وينا ډېر لگښت پرې شوى دى.
خو عادي افغانان وايي که چيرې د دغو لويو لارو په جوړولو کې بې غوري شوې وي بايد دولت له مسؤولو کسانو حساب کتاب وغواړي.








