ګېټس د دفاع وزارت په لګښتونو کې بدلون راولي

- Author, سيد عبدالرحیم
- دنده, له نيويارک څخه
د امريکا د دفاع وزارت په خپلو لګښتونو کې بدلون راولي.
د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱ تر بریدونو وروسته امريکا د دغه هيواد د دفاع وزارت خپل لګښتونه خورا ډېر کړي چې اکثره يې له پوښتنې پرته زيات کړي ول، خو اوس چې د امريکا اقتصاد مخ پر کښته دی.
دا د امريکايي چارواکو لومړی وار دی چې د دفاع وزارت د پيسو د سمو لګولو خبره کوي.
په دغه نو، د دفاع وزير رابرټ ګيټس د دغه وزارت د لګښت په اړه د يو بدلون اعلان وکړ.
نوموړي پرېکړه کړې چې د ګډو عملياتوپه نامه يو ځانګړی لښکري ځواک دې کاملاً ختم شي.
پردې سربېره به د پوځ پر لاس د ګومارلو قرارداديانو په شمېر کې په سلو کې د لسو کموالی راولي او د امريکا په ټوله لښکر کې به نظامي او ملکي لوړ پوړو چارواکو ته د لګښت يوه کچه مالوموي چې تر هغې به پښې نه غځوي.
د امريکا د دفاع وزارت کړنلار دا ښيي چې دغه سپما شوې پيسې به د پوځ پر نورو ځايونو کې ولګوي.
رابرټ ګېټس وويل چې "زه پردې خبره بيا په ټينګه وايم چې دا ددې مانا نه لري چې د دفاع وزارت خپلې پيسې يا بوديجه کموي. "

د دې کار موخه د ده په خبره "په اوسني مفلس حالت کې په دفاع و زارت کې د اصلاحاتو او لومړيتوبونو باوري کول دي چې د دغه وزارت سرچينې د وسلوالو جنګېدونکو پوځونو کې په هغه ساحو کې ولګيږي چې ځای يې وي. همدارنګه په راتلونکي کې د امريکا د پوځ د نارينه او ښځينه وړتياوو د پرمختګ لپاره په ښه راشي. "
دغه بدلون د څېړونکو په اند د امريکا د دفاع وزارت د لګښت د کمولو مانا نه لري، خو رابرټ ګېټس هيله څرګنده کړې چې د دغه بدلون له لارې به د دفاع وزارت پيسې بې برکته نه ځي.
په واشنګټن کې د بي بي سي خبریال جیمز رینالدز وايي سږکال د امریکا دفاع وزارت ۷۰۰ میلیارد ډالره بودیجه لري، چې په نړۍ کې د پوځي ځواک هومره ډېره بودیجه نه ده تصویب شوې.








