سعودي د افغانستان له پوهنې وزارت سره مرسته کوي

د پوهنې وزارت وياند ګل اغا احمدي د سعودي عربستان لخوا د دغو مرستو هرکلی کوي او وايي دا پيسې به د يو شمېر ښوونځيو، ديني مدرسو او دارالعلومونو په جوړولو ولګوي.
ښاغلی احمدي زياتوي که څه هم دغه مرستې کولی شي، په دې برخه کې د پوهني وزارت يو شمېر اړتياوې پوره کړي، خو وايي لا هم نورو ډېرو مرستو اړتيا لري:
(( د افغانستان له 12 زره ښوونځينو او ديني مدرسو څخه يواځې نيمايي ، يې ودانۍ لري چې يا نوې جوړې شوې يا بيارغول شوې دي او نور شاوخوا شپږ زره ښوونځي او ديني مدرسې ودانۍ نه لري . نو وزارت دغه ډول مرستو ته اړتيا لري .))
د رسمي شمېرو له مخې اوسمهال په ټول افغانستان کې شاوخوا 650 ديني مدرسې فعاليت کوي چې د ښځو په ګډون کابو 120 زره زدکونکي پکې په زدکړو بوخت دي.
د افغان چارواکو په وينا سعودي عربستان په کابل ښار کې د شاوخوا سل ميليونه ډالرو په لګښت د يو ستر جومات د جوړولو ژمنه هم کړې ده.




