رپوټ:'افغانستان د کابو يو تريليون ډالرو طبعي زېرمې لري'

د امريکا ځمک پېژندونکو ویلي په افغانستان کې د شاوخوا يو تريليون ډالرو په ارزښت طبيعي زېرمې شته.
ځمک پېژندونکي وايي په دغو زېرمو کې اوسپنه، مس، ليتيوم، نیوبیوم، سره زر او کوبالت کانونه شامل دي.
د کانونو او ځمک پېژندنې پوهان وايي دغه طبيعي زېرمې د جګړې ځپلې افغانستان د بيارغاونې لپاره کافي دي.
په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کې د افغانستان د طبيعي زېرمو په اړه خپور شوی رپوټ کاږي، که چېرې د افغانستان پر ليتيوم طبيعي موادو کار وشي، نو له سعودي عربستان سره به خپل ځان سيال کړي.
ليتيوم د بېټړيو او په تېره بيا د لپ ټاپ او بلک بيري تيلې فونونو د بيټريو په جوړولو کې پکارېږي.
په رپوټ کې راغلي چې د افغانستان د طبيعي زېرمو په اړه د پنتاګان د چارواکو او امريکايي ځمک پېژندونکو يوې ګډې ډلې څېړنه او سروې کړې ده.
وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي هم د افغانستان د طبيعي زېرمو په اړه څرګندونې کړې وې او ويلي يې وو که چېرې د افغانستان پر طبيعي زېرمو کار وشي، دغه هېواد به د نړۍ يو له بډايه هېوادونو په کتار کې راشي.

خو د طبيعي زېرمو پوهان وايي تر هغه چې د افغانستان له طبیعي زېرمو سمه ګټه واخيستل شي، مخکې يې ډېر کار ته اړتیا ده.
د تېرې شنبې په ورځ د ارميکايي ځواکونو د مرکزي قرارګاه عموي قوماندان جرنال ډېوېډ پيټريس نیويارک ټایمز ته په يوې مرکې کې ويلي وو، ((ولې نه، افغانستان د پام وړ طبيعي زېرمې لرې، خو فکر کوم داسې پوښتنې شته، چې دا کار به څرنګه ترسره شي.))
د نيويارک ټايمز ورځپاڼه د افغاسنتان د کانونو د وزارت د سلاکار جليلي جوميراني له خولې وايي (( دغه زېرمې د افغانستان د ملا د تير په څېر دي.))
په رپوټ کې ويل شوي چې افغان او امريکايي چارواکي دې هوکړې ته رسېدلي چې په افغانستان کې د طبيعي زېرمو د پلټنې چارې پيل کړي.
د رپوټ وينا، په افغانستان کې د کورنيو توليدتو کچه په کال کې تر ۱۲ بيليون ډالرو اوړي.
د افغانستان د کانونو وزارت یوه مخکني کارکوونکي انجنیر احمد هژبر نیویارک ټایمز ته ویلي چې د دې کانونو پلانونه او نقشې موجودې وې، خو د تېرو کورنيو جګړو له امله کار نه و پرې شوی.

افغانستان د طبيعي زېرمو او کانونو د راویستو خاص قانون لري، چې د نړيوال بانک د سلاکارانو په مرسته جوړ شوی دی.
په افغانستان کې لاهم د قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو کانونه په ناقانونه توگه سپړل کيږي، خو افغان حکومت ددغې خبرې په منلو ټينگار کوي چې تر ډېره يې د دغو سپړنو مخه نيولې ده.
عام وگړي په دې اړه حکومت پاتې بولي . د کانونو سپړونکي وايي د کليو د خلکو او قومي مشرانو په مرسته قيمتي توکي له ولايتونو نه کابل ته را لېږدوي او پلوري يې
تېر کال د افغانستان د کانو وزارت ويلي وو د هېواد په شمال کې يې د نفتو او غازو درې کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کړي، چې نړيوال شرکتونه پرې رامات کړي.
هېچاته دا نه ده مالومه چې د قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو د خرڅلاو له لارې به قاچاق کوونکي څومره پيسې ترلاسه کوي، خو د کابل پوهنتون استاد عبدالجليل شگيوال وايي، که دغه کانونه په قانوني توگه د حکومت لخوا وسپړل شي، ډېره گټه به تر لاسه کړي .
د افغانستان حکومت که له يوې خوا د عينکو د مسو د کان په شان د نورو کانونو د را سپړلو په صورت کې هر کال سلها ميليونه ډالره گټه تر لاسه کوي، نورو کوچنيو کانونو ته د نه پاملرنې له امله په همدغې کچه گټه له لاسه ورکوي .








