د شکايتونو کمېسيون: د تورونو کسانو مهلت پای ته ورسېد

- Author, عبدالله ستانکزی
- دنده, له کابله
د جمعې پر ورځ هغه پېنځه ورځنی مهلت پای ته ورسېد چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون له ناقانونه وسلوالو ډلو سره په تړاو تورنو، نوماندانو ته د ځان سپيناوي لپاره ورکړی و.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته د ورغلو شکايتونو پر بنسټ ټول ټال ۸۳ نوماندان تورن شوي چې له ناقانونه وسله والو ډلو سره تړاو لري او يا يې هم مشري کوي.
د شکايتونو کمېسيون په دې اړه ، چې د څومره تورنو کسانو د سپيناوي اسناد سم او د څومره نورو ناسم دي وويل دوی په دې برخه کې يو لړ معلوماتو ته اړتيا لري چې تر اوسه د ټاکنو کمېسيون نه دي ورکړي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د تورنو کسانو په تړاو يې د تورنو د سپيناوي ټول اسناد د شکايتونو د اورېدو کمېسيون ته ورسپارلي دي .
د کمېسيون په وينا دوی به ډېر ژر په دې اړه نور زيات معلومات د شکايتونو کمېسيون ته وسپاري .
په راتلونکې څه باندې يوه اوونۍ کې به ډ ټاکنو خپلواک کمېسيون ولسي جرګې ته د ولاړو نوماندانو وروستی نوملړ اعلان کړي چې تر دې وروسته د چنګاښ پر لومړۍ نېټه ټاکنيز کمپاين پېليږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي هغه تورن کسان چې د ځان د سپيناوي کره شواهد وړاندې نه کړي نومونه به يې د ټاکنو له وروستي نوملړ څخه و ويستل شي .
د افغانستان اساسي او د ټاکنو قوانين حکم کوي هغه کسان چې پر بشري ضد جرمونو تورن وي ، له ناقانونه وسلوالو ډلو سره اړيکي لري، او يا يې عمر تر پېنځه ويشت کلونو کم وي د ولسي جرګې په ټاکنو کې د سيالۍ لپاره نه شي درېدای .
د ولسي جرګې د 249 څوکيو لپاره نژدې دوه نيم زره کسانو ځانونه نومولي چې شاوخوا څلور سوه يې ښځې دي .
ټاکل شوې چې د ولسي جرګې ټاکنې به د سپټمبر پر اتلسمه وشي .








