کندهار: د ناټو ځواکونو له يوې اډې سره چاودنه شوې

چارواکي وايي په کندهار کې د ناټو ځواکونو د يوې اډې د ګاډو په تم ځای يا پارکينګ کې دموټر بم چاودنه شوې .
دلته د هغو افغان کارګرو ګاډي درېږي چې د ننه په اډه کې دندې او کارونه لري .
عيني شاهدان چاودنه ډېره زوروره بولي او وا يي چې په پايله کې يې څو ګاډي ويجاړ شوي دي .
چارواکي وايي په دغې اډه کې کاناډايي او امريکايي سرتېري او افغان ځواکونه ګډ اوسي خو زياتوي چې په چاودنه کې چاته زيان نه دی اوښتی.
د کندهار پوليسو يوه چارواکي وويل دوی پلټنې پيل کړی چې معلومه کړي چاودنه د ځانمرګي بريد او که د ريموټ کنټرول بم په مټ شوې ده .
د کورنيو چارو وزارت په يوه ويناپاڼه کې ويلي چې له چاودېدونکو توکو ډک، يو کرولا ډوله موټر دغه پارکينګ ته ننويستل شوی و.
ويناپاڼه وايي د چاودنې په پايله کې 11 ګاډي سوځېدلي او 6 ګاډي ، 50 موټرسايکل او 20 بايسکل ويجاړ شوي دي .
طالبانو تراوسه پورې د چادونې په تړاو څه نه دي ويلي .
دغه راز نړيوالو ځواکونو هم تر دې مهاله د چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.








