ولسي جرګې د ۱۳۸۹ کال ملي بوديجه د رايو په اکثريت تصويب کړه

- Author, خپلواک ساپی
- دنده, له کابله
د افغانستان ولسي جرگې د ١٣٨٩ کال لپاره د هېواد ملي بودیجه د رايو په اکثريت تصويب کړه.
دغې بوديجې اندازه ٢٠٩ مليارده افغانيو ته رسيږي چې د لگښتونو تر څنگه پکې د حکومت د امکاناتو په چوکاټ کې تر يوه ځايه پرمختيايي چارو ته هم پام شوى دى .
دغه بودیجه درې اوونۍ مخکې هم ولسي جرگې ته وړاندې شوې وه خو هغه وخت د وکيلانو د گڼو ملاحظو او نيوکو له کبله رد شوه او حکومت پکې د بدلون راوستو ته اړوت.
د افغانستان د ملي بوديجې تصويب يو له هغو لانجمنو مسايلو گڼل کيږي چې په وروستيو څو کلونو کې په پرله پسې توگه د ولسي جرگې دننه تاوده بحثونه راپاروي او پر حکومت د وکيلانو نيوکو ته لاره پرانيزي.
خو سږکال دغه بحثونه د تيېرو کلونو پرتله خورا تاوده وو چې له کبله يې د بودجې تصويب د څو اوونيو لپاره وځنډيد.
په لومړي سر کې حکومت ولسي جرگې ته د ١٩٢ مليارده افغانيو بوديجه وړاندې کړې وه ، خو د وکيلانو د وړانديزونو او غوښتنو په پايله کې د ١٣٨٩ يم کال ملي بوديجه بلاخره ٢٠٩ افغانيو ته وخته او په ولسي جرگه کې د رايو په اکثريت نن همدغه بودجه نصويب شوه.
د جرگې مشر محمد يونوس قانوني:((يوه ممتنع رايه ، ٣٢ مخالفې رايې ، بوديجه د رايو په اکثريت تصويب شوه. ))
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا هم د خپلې ملي بوديجي شاخوا دوه پر دريمه برخه د بهرنيو مرستو له لارې تر لاسه کوي او کورني عوايد يې ان د حکومت عادي لگښتونه هم نشي پوره کولى.
د ماليې وزارت چارواکې تمه کوي چې په بودجه کې راغلى زياتوالى به د کورنيو عوايدو او بهرنيو مرستو د ډېرېدو له لارې پوره کړي .
خو که داسې ونشي او د حکومت اټکلونه سم راونه وځي نو بيا خو د وړاندې شوې بودجې د عملي کيدو څه ضمانت نه ليدل کيږي او کيدى شي له کبله يې گڼې پرمختيايي پروژې همداسې د کاغذ پر مخ پاتې شي.
د نوي کال په ملي بودجه کې د شهيدانو او معلولانو د مياشتنۍ تنخواه ډيروالى د وکيلانو د گڼو غوښتنو په لړ کې يوه هغه وه چې حکومت منلې او وکيلان د خپلو ننيو څرگندونو په ترڅ کې په دې ډير خوشحاله وو. بيا هم د ولسي جرگې ريس محمد يونوس قانوني:
((مطبوعاتي دوستانو دا يوه ډيره مهمه خبره ده. تر اوسه يوه معلول او د يو شهيد کورنۍ ته د مياشتې ٥٠٠ افغانۍ ورکول کيدې خو له دې روسته به به لږ تر لږه ١٥٠٠ افغانۍ ورکول کيږي. د دې معنى دا ده چې د ملت د استازو په کور کې شهيدان او معلولان له ياده نه دي ويستل شوي.))
د ماليې وزارت چارواکي وايي د تصويب شوې ملي بوديجې له نمايي زياته برخه د حکومت لگښتونو ته بيله شوې چې ډيره برخه به يې په امنيتي چارو ولگول شي او په پرمختيايي برخه کې بىا ډير پام د کليوالو سيمو پرمختيا او د اوبو او انرژۍ په برخه کې پانگونې ته شوى دى.








