حامد کرزي په کندز کې ‎له قامي مشرانو سره وکتل

حامد کرزی
د عکس تشریح، دا په وروستیو کې ولایتونو ته د کرزي درېم سفر دی، وړاندې هلمند او کندهار ته هم تللی و.

افغان ولسمشر حامد کرزى په يوه ناڅاپي سفر شمالي ولايت کندز ته تللى اوهلته يې له سيمه ييزو قومي مشرانو سره ليده کاته کړي دي .

د ولسمشرۍ يوه وياند حامد علمي بي بي سي ته وويل په پام کې ده چې ولسمشر کرزى به بغلان ته هم ولاړ شي.

تر دې وړاندې حامد کرزی د هلمند مارجې او تر هغه وروسته کندهار ښار ته تللی و، او د سيمې له خلکو سره يې کتلي وو .

تېره ورځ کرزی په کابل کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندانۍ ته تللی و او هلته يې د ناټو ځواکونو له مشرانو سره کتلي وو .

افغان ولسمشر حامد کرزى شمال ته داسې مهال سفر کوي چې په دې وروستيو کې له دغو سيمو نه د ناامنيو پېښې تر بل هر وخت زياتې شوې دي.

ولسمشر تېره اوونۍ جنوبي ولايت کندهار ته هم تللى و او هلته يې له سيمه ايزو قومي مشرانو اومخورو سره هم خبرې وکړې.

حامد کرزي کندز ته په داسې مهال سفر کړی، چې ويل کېږي په شمالي ولايتونو او په تېره بيا په کندز کې امنيتي وضعيت تر هر بل وخت ډېر خراب شوی دی .

وړاندې وسله والو طالبانو ګواښ کړی و، چې د افغانستان شمالي ولايتونو ته به هم خپل بريدونه غځوي.

د کندز چارواکو ادعا کړې، پرون يې په چهاردره ولسوالۍ کې د پيل شوو عملياتو په لړ کې اووه وسله وال طالبان وژلي دي.

د هغوى په وينا دغه عمليات به دوام وکړي او ټولو هغو سيمو ته به وغځول شي چې د طالبانو او نورو وسله والو فعاليتونه په کې ليدل کېږي. په شمال کې د ملي پوځ د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان وايي، دغه شان عمليات به په راتلونکي کې د شمال نورو سيمو ته هم وغځول شي.