والي گلاب منگل : درو بهرنيانو زما د وژنې نيت لارۀ

- Author, بي بي سي پښتوډاټ کام او ازاد خبريال جواد داوري
- دنده, لندن او لښکرگاه
د هلمند والي محمدگلاب منگل د شنبې په ورځ ( د اپريل لسمه ) لښکرگاه کې ناوخته په يوه خبري ناسته كې وويل چې درې ايتاليايان او شپږ افغانان يې چې په يوۀ روغتون کې يې کار کاوۀ د ځانمرگو بريدونو او د چارواکو د وژنې په نيت نيولي دي .
ښاغلي منگل وويل له دوى سره له وړاندې په دې اړه اطلاعات و او د چاپې په ترڅ کې د شنبې په ورځ د لښکرگاه په ايمرجنسي روغتون كې د ملي امنيت د منسوبينو له خوا دوه د ځانمرگو بريدكوونكو واسكټونه، يو ميل كلاشينكوف، دوه ميله تومانچې اونهه حلقې لاسي بمونه اوځينې نورتوكي ونيول شول.
د ده په وينا په دې پيښه كې نيول شويو كسانوغوښتل چې لومړنى بريد په لښكرگاه ښاركې د يوې گڼې گوڼې په سيمه كې ترسره كړي او بل بريد هغه مهال ترسره كړي چې والي او نور چارواكي يا د روغتون ته د ټپيانو د پوښتنې لپاره ورشي.
غفلت
د هلمند والي گلاب منگل زياتوي چې نيول شويو ايتاليايي وگړو له طالبانو سره لاس لارۀ او گواکې د کوټې شورا په امر او غوښتنه يې د افغان پوليسو په درملنه کې هم غفلت کاوه .
د والي په وينا دغو روغتياپالو د افغان امنيتي ځواکونو ټپي شوي کسان په لوى لاس معيوبول .
والي ادعا کوي چې دغو کسانو ته وسله والو طالبانو نيم ميليون امريکايي ډالر له وړاندې ورکړي و .
د ايمرجنسي په نامۀ د درملنې په چارو د بوختې دغې ټولې ايتاليايي دفتر د بي بي سي پښتو ويبپاڼې د تيلې فوني تماس په ترڅ کې پر دې پېښې ناخبرې وښوده او د اوونۍ د پاى د رخصتيو له امله د دوى په دفترونو کې مسوول کسان نه و .
په لښکرگاه کې د ايمرجنسي روغتون مسوولينو لا تر اوسه په دې باب څه نه دي ويلي او نه هم د ايتاليايي وگړو په استازيتوب په افغانستان کې د ايتاليا سفارت او يا بل چا کومه خبره کړې ده.
دغه ټولنه د افغانستان په هلمند او پنجشنير ولايتونو کې فعاله ده .
اجمل نقشبندي
والي گلاب منگل دا هم وويل چې په نيول شويو بهرنيانو كې يو هغه کس دى چې دوى يې د افغان ژورناليست اجمل نقشبندي په وژنه تورنوي .
اجمل نقشبندي درې کاله وړاندې له يوۀ ايتاليايي ژورنليست سره د وسله والو له خوا وتښتول شو چې وروسته ايتاليايي ورځپاڼه ليکونکى خوشي شو خو اجمل نقشبندي او يو افغان موټر چلونکى ووژل شول .
افغان حکومت هغه مهال ويل چې تښتونه او د اجمل نقشبندي وژنه د طالبانو د قومندان داد الله په امر شوې وه .
قومندان دادالله بيا وروسته د ناټو په يوۀ بريد کې ووژل شو .








