په هرات کې زندانيانو ته ښوونيز پروګرام پيل شو

- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, له هراته
د هرات په محبس کې د امنیتي کامرو او دوربینونو د اېښودلو او هلته د یوه ښوونیز مرکز د جوړولو پروژې ترسره شوې .
چارواکي وایی اوس د محبس د امنیت د لاټینګښت او داراز د بندیانو لپاره د زده کړې په برخه کی مهم پرمختګ شوی.
د افغانستان د عدلیې وزارت وایي په پام کې لري چې د افغانستان په لوېدیځ کې د نورو ولایتونو زندانونه هم په معیاري ډول بیاجوړ کړي.
د افغانستان په لوېدیځ کې د محبسونو رییس جنرال عبدالمجید صادقي وایي د هرات په محبس کې د دوو امنیتي او ښوونیزه پروژو ۱۵۰ زره ډالره لګښت په دې ولایت کې د ایټالیا د ولايتي بیارغاونې ډلې لخوا ورکړل شوی.
ښاغلی صادقي وایی اوس د هرات محبس په بېلابېلو برخو کې امنیتي نوی دوربینونه اېښودل شوی او پکې د بندیانو لپاره د سواد د زده کړې یو مرکز هم جوړ شوی چې د ۵۰۰ تنو ګنجایش لري :

(( دا یو ښوونځی دی چې د سواد د زده کړې په برخه کې د څه د پاسه ۵۰۰ تنو ګنجایش لري او بله پروژه د امینت په برخه کې وه چې مجهز دوربینونه د محبس په بېلابېلو برخو کې کېښودل شول .))
د هرات زندان چې اوس مهال ۱۷۵۰ تنه بندیان پکې ساتل کېږي، د افغانستان د لوېديځو نورو ولایتونو د محبسونو په پرتله زیات تجهیزات لري .
په هرات کی د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سیمه ییز دفتر تر دې وړاندې په فراه، بادغیس او نیمروز ولايتونو کې د زندانونو د وضعیت په هکله اندېښنې ښوولې دي .
د افغانستان د عدلیې وزارت هم د دی ولایتونو په محبسونو کی د اړینو اسانتیاوو او امکاناتو د نشتوالي ستونزه نه ردوي .
د عدلیې وزیر حبیب الله غالب چې د لوېدیځ زون د زندانونو د وضعیت د ارزونې په موخه سیمې ته سفر کړی وایي د لوېدیځو نورو ولایتونو د محبسونو د معیاري کولو په موخه به هم ځانګړي اقدامات وشي .








