هلمند کې ځانمرګي بريد لس ولسي وګړي ووژل

د هلمند ځايي چارواکي وايي د ګرشک ولسوالۍ په بازار کې يوه ځانمرګي بريد لږ ترلږه لس ولسي وګړي وژلي او اووه نور يې ټپيان کړي دي .
د هلمند د والي وياند داود احمدي بي بي سي ته وويل بريد نن (يکشنبه، د مارچ ۲۱مه) غرمه مهال شاوخوا دوولس نيمې بجې د ګرشک ولسوالۍ بازار د بغرا د پله پرسر شوی .
ښاغلی احمدي وايي د بريد هدف د ملي اردو يو موټر و، چې له بريد وړاندې له سيمې تېر شوی .
د هغه په وينا، بريد د يوې رکشا په وسيله شوی .
داود احمدي وايي ښايي چې ځينې مړي او ټپيان اوبو ته لوېدلي وي، خو په اړه يې پلټنه روانه ده .
نن له غرمې وړاندې د خوست ښار ته څېرمه هم يوې درنې چاودنې دوه تنه ووژل او درې نور يې ټپيان کړل .
او تېره شپه بيا په ختيځ جلال اباد ښار کې څلور چاودنې شوې وې، خو چا ته پکې مرګ ژوبله نه وه اوښتې .
دا په داسې حال کې ده چې نن د افغانستان په ځينو لويو ښارونو کې نوی لمريز کال ولمانځل شو .








