معلوماتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ او افغانستان کې په دې تړاو اندېښنې

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د حقونو د فعالانو نیونو او ځورونو تر څنګ رسنوالو ته هم د ستونزو د ډېرېدو په اړه اندېښنې ښودل کېږي. له همدې امله د خبریالانو د ملاتړ نړیوالو ټولنو په وار وار مالوماتو ته د لاسرسي د سختېدو په اړه هم خواشیني څرګنده کړې، چې نن یې نړیواله ورځ هم نمانځل کېږي.
ملګري ملتونه مالوماتو ته لاسرسی د خلکو یو بنسټیز بشري حق بولي، خو په افغانستان کې خبریالان وايي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې مالوماتو ته لاسرسی پرلپسې کم شوی او رسنۍ له سختو بندیزونو سره پکې مخامخ دي.
خو طالبان دا څرګندونې ردوي. د ملګرو ملتونو روزنیزې، علمي او کلتوري ادارې (یونېسکو) په ۲۰۱۵ کال کې د سپتمبر ۲۸مه مالوماتو د لاسرسي نړیواله ورځ ونوموله. د ملګرو ملتونو مسوولین مالوماتو ته لاسرسی له بنسټیزو بشري حقونو یو بولي او په وینا یې د قانون حاکمیت او له نورو بشري حقونو د برخمن کېدو لپاره هم اړین دی.
د ملګرو ملتونو په وینا سږ کال مالوماتو ته د لاسرسي لړ کې هڅه کېږي چې د الیکټرونیکي حکومتولۍ او مصنوعي ذکاوت ګټو تر څنګ معلوماتو ته د لاسرسي لړ کې د دې دواړو د خطرونو په برخه کې خبرې وشي. خلک ډېری مالومات له رسنیو ترلاسه کوي، ځکه نو خبریالان اړ دي چې له چارواکو مالوت ترلاسه او تر خلکو پورې یې ورسوي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په افغانستان کې مالوماتو ته لاسرسی اسان دی. ښاغلی مجاهد زیاتوي، یوه ستونز مو دا ده، چې په ځینو ادارو کې نوي ویاندان ګومارل شوي چې تراوسه له رسنیو سره د تعامل برخه کې نوي دي، ځکه ښايي ځینې مواردو کې خنډ او ځنډ رامنځته کېږي، خو په وینا یې دا مسئله هم د حل کېدو په حال کې ده او د پخوا پرتله مالوماتو ته لاسرسی اسان شوی دی. نوموړی زیاتوي:
''بله دا چې اوس ټول وزارتونه او ادارې پر خواله رسنیو او انلاین پاڼې هم لري چې پرلپسې پرې خپل مالومات خپروي او د رسنیو له مرکزه هم له رسنیو سره تعامل ښه دی.''
بل لور په افغانستان کې د خپلواکو خبریالانو ټولنې (نی) مشر ظریف کریمي وايي، مالوماتو ته لاسرسی د پخوا پرتله ډېر محدود شوی دی. دی وايي: ''له بده مرغه تېرو دوو کلونو کې یو لړ محدودیتونه وضع شوي دي. محدودیتونه هغه وخت پیل شول چې مالوماتو ته د لاسرسي قانون او مالوماتو ته د لاسرسي کمېسیون لغو شول او حکومتي ادارو کې د مالوماتو ورکولو برخې له منځه یوړل شوې. دې سره خلک او رسنۍ د مالوماتو له تشې سره مخامخ شوي او د دې تشې له امله روڼتیا او مسوولیت منل له منځه ځي.''

د عکس سرچینه، Getty Images
دی وايي له حکومت او اطلاعاتو کلتور وزارته غواړي چې مالوماتو ته د لاسرسي قانون او کمېسیون فعال کړي.
په دا وروستیو کې د رسنیو ازادیو ورځې په مناسبت ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې ویلي و د طالبانو له واکمنېدو وروسته رسنۍ د ویرې په فضا کې فعالیت کوي. د افغان خبریالانو مرکز ویلي و، ۱۲ میاشتو کې د خبریالانو نیولو، ګواښ او له دوی سره د زور او زیاتي ۲۱۳ پېښې یې ثبت کړې دي.
د همدې ورځې په مناسبت د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي و، افغانستان له هغو هېوادونو یو دی، چې خبریالان پکې په ناوړه وضعیت کې دی.
که څه هم طالبانو ویلي د ملي ګټو او اسلامي شریعت په رڼا کې د رسنیو ازادي ته ژمن دي، خو د دوی له بیا واکمنېدو وروسته په تېرو دوو کلونو کې رسنۍ او خبریالان له یو لړ محدودیتونو سره مخامخ شوي او ځینې بهرنۍ رسنۍ چې د افغانستان لپاره یې فعالیت کاوه، په افغانستان کې یې خپرونې بندې شوې دي.










