تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستاني چارواکو ته د مجاهد غبرګون؛ اندېښنې مو د رسنیو پر ځای موږ سره شريکې کړئ
په افغانستان کې د طالبانو حکومت یوځل بیا پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې د "خلکو د ذهنونو ګډوډولو او په رسنیو کې د څرګندونو پرځای دې د افغانستان په اړه خپل تشویشونه د دوی له حکومتي مشرانو سره مخامخ شریک کړي."
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې چې په پاکستان کې د نا امنیو ریښه یې له افغانستان سره تړلې ده.
نوموړي ويلي، "د افغانستان اسلامي امارات موقف ښکاره او معلوم دی موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد استعمال شي او يا خدای مکړه څوک زموږ خاوره د ګاونډیو پر ضد وکاروي."
ښاغلي مجاهد زياته کړه، "د دې پر ځای چې پاکستاني بېلابېل چارواکي په رسنيو کې تشويش ښکاره کوي او په دې اړه ذهنونه مخشوش کوي ښه به دا وي چې داسې موضوعات له خپلو لارو له اسلامي امارت سره شريک کړي."
وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو ویلي وو، که د طالبانو حکومت د پاکستان پر ضد له افغان خاورې د وسله والو بریدونو مخنیوی نه کوي، پاکستان په افغانستان کې دننه د عملیاتو حق لري، چې په وینا یې دا به د پاکستان لومړی انتخاب نه وي.
دا ترینګلتیا تر هغه وروسته نور هم ډېره شوې چې پاکستاني لومړي وزیر شهباز شریف د باجوړ د دې اوونۍ ځانمرګي برید په تړاو څرګندونو کې وویل، چې وسلوال له افغانستانه په پاکستان کې بریدونه سمبالوي.
ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې حنا رباني کهر له پاکستاني رسنیو په یوه تازه مرکه کې ویلي، دوی ښکاره شواهد لري چې ځینې افغان وګړي د پاکستان په نا امنۍ کې ښکېل دي او په دې اړه یې د طالبانو له حکومت سره شواهد شریک کړي دي.
نوموړي وويل، "په ګڼو پېښو کې زموږ سره مشخص شواهد شته چې موږ شریک کړي هم دي چې افغان وګړي ښکېل دي. دا چې څنګه پاکستان ته دننه کېږي، هره پېښه بېل حقیقتونه لري. ځینې وخت داسې هم شوي چې د روغتیا په ویزه راغلي او په بریدونو کې ښکېل وي."
خو داسې ښکاري چې په پاکستان کې په دې تړاو د سیاستوالو نظرونه سره ویشلي دي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د افغانستان په اړه د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو وروستۍ څرګندونې احمقانه بللي. هغه زیاته کړې چې د پاکستان حکومتي چارواکو په افغانستان کې د نوي حکومت راتلو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د کابو کولو په برخه کې له فرصتونو ګټه نه ده اخیستې.
ښاغلي خان ويلي، "پوښتنه دا ده، اوس چې د بلاول بوټو کومه بیانیه راغلې چې موږ به افغانستان دننه تللی او ترهګرو باندې بریدونه کولی شو. هغه څوک چې د دې سیمې یا د افغانستان او پاکستان قبایلي سیمو په تاریخ لږ هم پوهېږي هغه داسې احمقانه بیان نه ورکوي که هغه لږه پوهه هم ولري."
بلخوا د پاکستان ملي اسمبلۍ کې هم په دې تړاو څرګندونې شوي دي. د دې اسمبلۍ یو غړی او د پښتو ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر د اسمبلۍ نننۍ غونډې ته په خبرو کې وویل، پاکستاني حکومت د هوايي بریدونو چمتووالی نیسي.
نوموړي وويل، "موږ بايد د حقيقت پر لور وخوځېږو دا اوس چې په باجوړ کې ځانمرګی بريد شوی ټول وايي چې افغانستان سره تړلی دی، افغانستان کې د چا حکومت دی، چې په افغانستان کې نوی حکومت راغی دلته مو شريني ويشله، نو لاړ شئ پوښتنه ترې وکړې چې ولې دلته دا لاسوهنه روانه ده او په دې پلمه هلته د بريد تياری روان دی، اساسي خبرې ته راځم، زما په فکر پاکستان ډېر ژر د فضايي بريد پرېکړه کړې ده که هغه پاکستان کې دننه وي او که بهر. د دې تماشې نور تنګ شوي يوو موږ د ډالرو د دې جګړې مخالفت کوو، نور به چا ته د دې ډول عملياتو اجازه ورنکړو. "
د پاکستاني چارواکو لخوا دا نیوکې او تورونه داسې مهال راپورته شوي چې پاکستاني رسنیو ادعا کړې چې د تېرې جولای میاشتې په ۱۲مه د بلوچستان په ژوب کې پر پاکستان پوځي مرکز برید کې ښکېل درې وسله وال افغان وګړي او د کندهار اوسېدونکي وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت تر ادارې لاندې له افغان سفارته غوښتي، چې د دغو دریو وسلوالو مړي ترې ترلاسه کړي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت هر ځل دا ډول تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې دوی هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد په ضد وکاروي.