تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان: طالبان دې د اورپکو پرضد ګامونه واخلي؛ مجاهد وايي "افغانستان کې ترهګر نشته"
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې له طالب چارواکو غوښتنه کړې "د ترهګرو پر ضد ګامونه واخلي." خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا وايي "چاته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي" او له پاکستانه غواړي خپل هېواد کې ستونزو ته پام وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې یوې خبرې ناستې ته وویل، پاکستان د طالبانو حکومت له چارواکو سره په "افغانستان کې د ترهګرو ډلو او د پټنځاینو په ګډون د امنیت او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې په اړیکه کې دی."
ممتاز بلوچ اسلام اباد کې اوونیزې خبرې ناستې ته زیاته کړه "زموږ امنیتي ادارې په اړیکه کې دي، که ستاسو په یاد وي، زموږ د دفاع وزیر په دې وروستیو کې افغانستان ته سفر کړی و او په دې ټولو مسایلو خبرې شوي دي. موږ تمه لرو چې افغان چارواکي د دغو ترهګرو ډلو پر وړاندې ګام اوچت کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د پاکستان خلکو او د پاکستان امنیتي ځواکونو ته کوم ګواښ نه پېښوي."
د پاکستان حکومت په کور دننه د ټي پي پي یا پاکستاني طالبانو له پر لپسې بریدونو سره مخ دی او ډېر وخت افغانستان ته ګوته نیسي چې له هغه ځای په پاکستان کې بریدونه همغږي کوي.
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي پښتو ویبپاڼې ته وویل "په پاکستان کې د ننه ټي ټي پي لپاره د فعالیت زمینه شته، په ځینو برخو کې سیمې په واک کې لري. پاکستان چارواکي دې هلته متوجه شي، په افغانستان کې چا ته اجازه نه ورکوو چې د پاکستان پرضد فعالیت وکړي."
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په فبرورۍ کې د یوه لوړ پوړي پاکستاني پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی و چې د رپوټونو له مخې تر ډېره یې پام پر دې و چې د پاکستاني طالبانو په کابو کولو کې د افغان طالبانو مرسته وغواړي.
په هغه سفر کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف تر څنګ د هغه هېواد د څارګرې ادارې ای اېس ای مشر جنرال ندیم انجم او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي هم مله وو.
هغه مهال د طالبانو حکومتي چارواکو ویلي وو، له پاکستاني پلاوي سره یې د خبرو ډېر تمرکز پر اقتصادي مسایلو ور ټول و.
خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت بیا ویل: "د دفاع د وزیر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی په کابل کې د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره پر امنيتي موضوعاتو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په لارو چارو خبرې کړې دي."
د طالبانو حکومت وايي، دواړه هېوادونو د امنیتي مسایلو د حل لپاره ګډه کمېټه هم جوړه کړې. ښاغلی مجاهد زیاتوي، په دغه کمېټه کې د امنیتي ستونزو پر حال خبرې کېږي.
د پاکستان د دفاع وزیر تر دې مخکې په پاکستان کې ناامني د خپل هېواد د تېرو کړنو او غلطو پالیسیو سره تړلې بللې دي.
د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د افغان طالبانو په منځګړتوب څو ځله د سولې خبرې وشوې او د څه مودې لپاره اوربند هم وشو، خو وروسته دغه خبرې ناکامه شوې او دواړه اوس یو پر بل خونړي بریدونه کوي.