تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ذبیح الله مجاهد؛ پاکستان دې له "بې اساسه او پارونکو" خبرو ډډه وکړي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، له ټولو ګاونډیانو سره "ښه اړيکي غواړي" خو زیاتوي چې پاکستان دې هم بې بنسټه او پارونکې څرګندونې نه کوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې د پاکستان حکومت پرون دوشنبه د خپل هېواد په امنیت شورا کې ویلي وو "هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې اورپکو ته خوندي ځایونه ورکړي."
دغه څرکندونو ته ښاغلی مجاهد په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي" پاکستانی اړخ هم مسئولیت لري چې د وضعیت د کابوکېدو هڅې وکړي، له بې اساسه خبرو او پارونکو نظریاتو ورکولو څخه ډډه وکړي، ځکه داسې خبرې او بې باورۍ د هېڅ اړخ په ګټه نه دي."
د طالبانو د حکومت ویاند د پاکستانی وروستۍ څرګندونې "ناسمې او د تاسف وړ" بللي دي او وايي د حکومت یې هڅه کوي "د افغانستان خاوره د پاکستان او هېڅ کوم بل هېواد پر وړاندې ونه کارول شي."
د پاکستان د ملي امنيت شورا غونډه کې چې لومړي وزير شهباز شريف او جګپوړو پوځي مشرانو په کې ګډون کړی و، د ترهګرۍ پر ضد او د پاکستاني طالبانو پر وړاندې د عملياتو په اړه خبرې شوې دي.
دغه غونډه داسې مهال کېږي، چې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو وسله وال بریدونه ډېر شوي دي.
د پاکستان د ملي امنيت د غونډې اعلاميه کې د ترهګرۍ ضد پر مبارزې ټينګار شوی خو د کوم هېواد د نوم له اخيستلو پرته ويل شوي هېڅ هېواد اجازه نه لري چې ترهګرو ته خوندي پټنځای او اسانتياوې برابرې کړي، که داسې کېږي دوی د خپلو خلکو د دفاع حق لري چې د هغوی پر ضد ګام پورته کړي.
پاکستاني چارواکي تور لګوي چې د ټي ټي پي يا پاکستاني طالبانو غړي په افغانستان کې پټ دي او له هغه ځایه پر دوی عمليات کوي. خو طالبانو په وار وار دا تورونه رد کړي او وايي هېڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.
وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله هم ويلي وو، داسې شونتيا شته چې دوی په افغانستان کې پر پاکستاني طالبانو بريدونه وکړي. د طالبانو د دفاع چارسمبالي وزير ملا محمد يعقوب د نوموړي څرګندونې "پاروونکې" او د دواړو هېوادونو پر "تاوان" بللې وې.
د ملي امنيت په غونډه كې په بلوچستان او خیبرپښتونخوا كې د وروستيو امنيتي پېښو يادونه هم شوې او لومړي وزير ويلي چې مرکزي او صوبايي حکومتونه به په ګډه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي.
د اعلامیې له مخې، په دې ناسته کې اوسنی اقتصادي وضعیت او هغه ستونزې چې عام خلکو ورسره مخ دي په بشپړه توګه څېړل شوې دي.
پاکستاني طالبان: تېر یوه کال کې مو ۴۴۶ پوځیان وژلي
بل لور ته، د پاکستان ملي امنیت ناستې سره هممهاله پاکستاني طالبانو په تېر یوه کال کې ددغه هېواد پوځ ته د اړولې مرګ ژوبلې شمېرې خپرې کړې دي.
ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک په یوه وېډیو کې ادعا کړې چې په تېر ۲۰۲۱ کال کې یې د پاکستاني پوځیانو پرضد د هېواد په لر و بر کې ۳۶۷ بریدونه کړي، خو ډېر بریدونه په خیبر پښتونخوا ایالت کې وو.
طالبان وايي، په دې بریدونو کې ۴۴۶ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۵۶۹ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان حکومت تر اوسه د طالبانو ددې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د پاکستاني طالبانو د بریدونو له زیاتېدو وروسته، د افغان طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ ترینګلتیا ډېره شوې ده.
پاکستاني حکومت له دې ډلې سره د افغانستان د طالبانو په منځګړتوب د یوې مودې لپاره اوربند کړی و چې د ۲۰۲۲ کال په نومبر میاشت کې پای ته ورسېد.
تېره اونۍ د پاکستان د ملي امنیت شورا ویلي وو، د ترهګرۍ د جرړو ایستلو لپاره له خپل ټول پوځي ځواک ګټې اخیستو ته ژمن دی.
اسلام اباد ادعا کوي، چې پاکستاني طالبان له افغانستان نه د خپلو بریدونو د اډې په توګه ګټه اخلي، خو افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان دا ادعا رد کړې ده.